روهي (دوه نۍ/۲۹ د غوايي)، د افغانستان او ايرلنډ ترمنځ لومړنۍ تمريناتي لوبه نن ورځ تر سره شوه چې افغانستان د ايرلنډ پر وړاندې په کې ماته وخوړه.
ايرلنډ د ټولو لوبغاړو په سوځېدو په ۴۸ اورونو کې ۲۱۱ منډې افغان ته هدف کېښود. بيا له بلې خوا افغانستان له هدف ډېر ټيټ په ۱۳۷ منډو ټول لوبغاړي له لاس ورکړل او لوبه يې وبيلله.
په افغان لوبډله کې اضغر افغان او محمد نبي د نورو په پرتله ښې منډې جوړې کړې.
وروستي