مهوش حیات د بالي ووډ کې د کار کولو څخه انکار وکړ

روهي( نۍ/۲۸ د غوایي )، مهوش حیات په یوې نوې مرکه کې ویلي دي چې له دې وروسته به هغه د بالي ووډ په فلمونو کې کار ونه کړي ځکه هغه وایي چې د دې ضرورت پاکستاني فلمونو ته دی نو ولې په بالي ووډ کې کار وکړي.
 

مهوش حیات د مرکې په لړ کې پوښتل کېږي چې ولې دې هلته کار پرېښود؟ مهوش حیات وایي چې ځکه هلته د فلمي اداکارانو رویه له ماسره د عزت په دول نه وه نو ځکه مې د بالي ووډ کې کار کولو ته بس وویل.
 

مهوش حیات همدا ډول زیاته کړې ده چې د دې دا پرېکړه چې له دې وروسته به په بالي ووډ کې کار نه کوي ښه پرېکړه ده.
 
مهوش حیات زیاته کړې ده چې زه په فلمونو کې تل داسې برخې انتخابوم چې په هغې کې د ښځو حیثیت لوړ ساتل کېږي.