داسې هوټل چې هلته پخې شوې چرګې الوځي

روهی( نۍ/۲۸ د غوایي )، تاسې به د چرګو الوتل لیدلي وي خو کله به مو په هوټل کې د مړو چرګو الوتل نه وي لیدلي تاسو ته نن یو داسې هوټل درپېژنم چې هلته پخې شوې چرګې الوځي.
 
 
تایلنډ هېواد په بینکاک ښار کې یو داسې خانګړی هوټل شتون لري چېرته چې چرګې په داسې وسایلو سره پخېږي چې د پخېدو څخه وروسته د مزدور په طرف د یو ماشین په ذرېعه په هوا کې د هغه په طرف ورځي او د مزدور په سر خولۍ کې نخلي.
 

د دغه هوټل مزدورانو ځانګړې خولۍ ګانې په سر کړې او په سایکلونو ګرځي. چې دا پخې شوې چرګې په کې نخلي او بیا د خپلو اخیستونکو په لور په هوا کې د هغوي مخې ته ايښودل کېږي.
 
 
دا هوټل ( کری ټورن ) نومېږي چې د ۱۹۸۶ څخه تر اوسه پورې ښه نوم لرونکي خوراکونه تیاروي.
 
 
د دغه هوټل څښتن وایي چې دا کار یې د یو فلم څخه زده کړی دی. د دغه هوټل یو شاګرد ( ووراچوت ) وایي چې لس کاله کېږي زه دلته کار کوم او د هوا د لارې خلکو ته پخې شوې چرګې مخ ته ږدم.
 

دغه هوټل ته ډېر خلک یواځې د همدغه کار لیدو ته راځي او وایي چې داسې کار یې نه په بل ځای کې لیدلی وي او نه اورېدلی.