
روهي (پنځه/ ۲۶ د غوايي)، د صحرا کریمي په نوم يوه افغانه چې د فلم او سينما په برخه کې يې لوړې زده کړې دي د افغان فلم ادارې د مشرې په توګه ټاکل شوې ده.
د افغانستان د اداري اصلاحاتو خپلواک کمېسیون وايي چې نوموړې ميرمن د يوې ازادۍ سيالۍ له لارې بريالۍ شوې ده چې دغه څوکي تر لاسه کړي.
ميرمين صحرا کريمي د فلم او سيمنا په برخه کې زده کړې او ويل کيږي چې په دې برخه کې د دوکتورا سند لري.
افغان فلم د افغانستان د فلم صنعت دی، چې د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه په واکمنۍ کې يې بنسټ اېښودل شوی وو.