صحرا کریمي دافغان فلم شرکت د رئیسې په توګه خپله دنده پیل کړي

روهی( پنځه نۍ/۲۶ د غوایي )، د افغانستان د اداري اصلاحاتو کمېسیون مشر نادر نادري پر خپله ټویټرحساب لیکلي چې افغان فلم په افغانستان کې د فلم جوړولو تر ټولو زوړ دولتي شرکت دی چې د ازادې سیالۍ له لارې یې اوس مشره یوه ښځه ټاکل شوې ده.
 

افغان فلم نوي ګمارل شوې ښځینه مشره صحرا کریمي خپله هم فلم جوړونکې ده، دغه مېرمن په ایران کې زیږېدلې او په فلم جوړولو کې د ډاکټرۍ تر کچې زده کړې لري.
 

د افغان فلم ډېر بډایه ارشیف لری چې ګڼ مستند فلمونه پکې دي، د راپورونو له مخې په دغو ارشیف کې د ۹۰ لسیزې د کورنیو جګړو ډېر مهم مواد شته چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال هم له ورکاوي او لمنځه تللو ژغورل شوي دي.