
د کوچني اختر په سهار د جومات حجرې ته د کلي سپېن ږیري،ځوانان اوماشومان راټول شوي وو. د شېدوچای، پراټې، اختریزخونی یی مخې ته ایښي وو.د چای خوند يوې خوا او د ملا صاحب د خبرو خوند بلې خوا. د ملا صاحب خبرې که هر څومره خوندورې وې؛ خو مالي خان يې بيا په کيسه کې نه و؛ هغه یواځې چای اوپراټې لېدې او بس.
ماشومانو هم ځانته اچولې وه. په خپلو کې يې یو له بل سره پسخېدلي ويل: ستا له کالیو زما کالي ښایسته دي!
بل به ويل: نه، له تا نه زما کالي ښایسته دي! زما خولۍ نوې ده.
ـ اخئ! ما خو څپلۍ هم اخيستي!
یو نیم به غلی مالي خان ته ورنیږدې شو،پټ به یې څه ورته وویل.
مالي خان به ورته غصه شو.
ــ لرې شئ له ما لرې شئ چای ته مې پرېږدئ!
بیا به یوه کلیوال پر ماشومانو غږ وکړ
ــ مه کوئ څه ترې غواړئ، مالي خان پرېږدئ!
له همدې خوند او شخوند سره چای وڅښل شو. مالي خان د حجرې په هغه لر کونج کې وچ ککړدېوال ته تکیه وکړه. سپېن ږیرو له جېبونو څخه په خلتوکې تړلې روپۍ راوويستې. یوه،یوه په نوبت سره ملا صېب ته د سرسایې پېسې ورکولې. د مالي خان پر سترګو د ملا صاحب ډک لاسونه ښه ونه لګېدل. زړه يې اور واخیست پرکليوالو يې غږکړ:
ــ لږې خوماته هم راکړئ ټولې مو ملاصېب ته ورکړې
حجرې، پورې وخندل له کلیوالوڅخه یوه په خندا ورته وویل:
ــ ملاصېب خو تراوې راکړې! ته يې په تيارې غواړې؟ د مالي خان غټ سر، ملاصېب ته په کتو وخوځېده؛ اممممم!
له خولې يې ووتل:
دا خو روژې مونږنيسو؛ ګټې يې ملایان وړي!
پای