له خپلو يونيم مېلېارده کارنو د واټس آپ بيړنۍ غوښتنه

روهي (درې نۍ/۲۴ د غوايي)، د واټس آپ نړيوالې ټولنيزې شبکې له خپلو کارنو غوښتي دي، چې د امنيتي موخو په پار دې خپل د واټس آپ آپېلېکش له سره نصب او يا اپډېډټ کړي.

د واټس آپ پر اېلېکشن دغه بريد د فېسبوک له خوا تائيد شوی دی او ويلي دي چې يوې اسرايلي کمپنۍ د واټس آپ شمېرو ته لاس رسی پيدا کړی دی.

اسرائيلي کمپنۍ يو ويروس جوړ کړی دی چې د واټس آپ په وسيله د خلکو تر موبايلونو ورغلی دی. واټس آپ چې د اوس فېسبوک له ادارې سره دی، له خلکو غوښتي، چې نوی آپېلکشن ډونلوډ او يا يې هم آپېډېټ کړي.