
داسې فکر کیږي چې په سیمه کې د افغانستان خلک او په مجموع کې ټول پښتانه او بلوڅ د یوې پټې او ډیرې خطرناکې بلا سره مخامخ دي داسې بلا، چې که چیرې مخنیوی یې ونشي په سلګونو کلونو به دا اولس د ستر ناورین سره مخامخ وي.
دا بلا د پنجاپ د استعماري – تروریستی رژیم له خوا د پښتون اولس د تباهی له پاره را منځته کړي او هره ورځ په سلګونو پښتانه او افغانان ددې بلا له امله خپل ژوند د لاسه ورکوي.
له بده مرغه د کابل مزدوره اداره او په پنجاپ کې جوړې شوي مزدورې کړۍ هڅه کوي چې دا بلا چې د افغانستان د ټولو خلکو او پښتنو ژوند یې د ګواښ سره مخامخ کړی دی پټه وساتي.
خلک په دې فکر دي دا بلا بل څه ندي هغه اټومي پاتې شوني دي چې پنجاپی استعماري جنایتکار دولت د افغانستان ، پښتنو او بلوڅو په سیمو کې په پټه خښ شوي دي.
ډیر د طبي ډګر کارکونکي په دې ګومان دي چې دا مواد په خلکو کې د سرطان د ناروغۍ د خپریدو ، په سوء شکل سره د ماشومانو زیږیدل او نور عوارض دي چې ددې سیمو په خلکو کې را پیدا کيږي.
د پاکستان په پنجاپ کې د سرطان ناروغي په نشت حساب ده او هلته ډیر محدود ناورغان شته دي خو دا ناروغي په افغانستان ، بلوچستان او پښتونخوا کې ډیره زیاته او مخ په پراخیدو ده.
باید ووایو چې نږدې ۳۰ کاله مخکې د افغانستان او د پښتنو سیمو خلک د سرطان د ناروغۍ سره اشنا نه و او نه چا دا ناروغي پیژندله. خو په وروستیو ۳۰ کلونو کې دا ناروغي په ډيره چکتیا سره په افغانستان، پښتونخوا او بلوچستان کې خپره شوه. د دې ناروغۍ رامنځته کیدل د پنجاپی رژیم له خوا د اټومي ازمایښتونو سره جوخت دي.
اوس دا ناروغي دې پړاو ته رسیدلي ده چې پدې سیمو کې مړینو زیاته سلنه د سرطان ناروغي تشکیلوي. له بده مرغه د کابل واکمنه اداره په افغانستان کې د سرطان د ناروغۍ د زیاتیدو د اصلي علتونو په هکله څیړنه نه کوي او نه غواړي چې د افغانستان خلک او نړیواله ټولنه ددې ستر ناورین د اصلي سبب څخه خبر شي.
په افغانستان کې ځینې کسان او یا په پنجاپی مزدورو کړیو پورې تړلي کسان زیار باسي چې ددې سترې بلا له امله رامنځته شوي ستونزې پړه په افغانستان کې د بهرنیو له خوا د وسلو په استعمال پورې وتړي او یا په لویو ښارونو کې د چاپیریال د ککړتیا په هکله ځينې اشارې کوي چې دا د سرطان ( مرداره دانه ) د ناروغۍ سبب ګرځي. او په دې ډول سره د شر اصلي منبع پټه وساتي.
په دې کې شک نشته چې په افغانستان کې د بهرنیو پوځونو له خوا ډیرې وژونکي وسلې استعمال شوي دي او کیدای شي د نوموړو وسلو د استعمال له امله د افغانستان چاپیریال ته ډیر زیان رسیدلی وي او تر یوې اندازې د سرطان ، تنفسي او نورو وژونکو ناروغیو سبب شوي وي او یا کیږي خو داسې ویل کیږي د دې ناروغیو اصلي سبب هغه کیمیاوي مواد دي چې د پنجاپی پوځ له خوا د هغو د همکارانو په مرسته په افغانستان ، پښتونخوا او بلوچستان کې خښ کړل شوي دي.
د رسنیو د راپورونو او د خلکو تر منځ د اوازو له مخې پنجاپی استعمار خپل اتومي ازمایښتونه د بلوچستان او افغانستان تر منځ سیمو کې تر سره کړي دي او په دې ډول یې دا سیمې په اتومی موادو ککړې کړي دي.
همدارنګه دا اټومی پاتې شوني یې د افغانستان په جنوب او نورو سیمو ، بلوچستان او پښتوخوا کې د یوه پلان له مخې خښ کړي دي. پنجاپ کولی شول چې اټومي ازمایښ په سمندر کې وکړي او یا د هغه څخه پاتې شوني مواد په سمندر کې خښ کړي مګر دا کار یی د یوې اوږدې مودې ستراتیژی له مخې تر سره نکړ.
دوی دا اټومي ازمایښتونو د پښتنو او بلوڅو په سیمو کې تر سره کړي او هم یې مواد د افغانانو ، پښتون او بلوڅ اولس د تباهی د پاره په مختلفو سیمو کې په خپله د پوځ او یا د هغو د تالي څټو له خوا خښ کړل شو.
پنجاپ ددې موادو په خښولو سره نه یوازې د پښتنو تدریجي تباهی رامنځته کوي بلکې پنجاپ غواړي د سرطان د ناروغی په خپریدو سره خپله سوداګري هم تر سره کړي چې د هغه ښه مثال د عمران خان له خوا د سرطان د ناروغیو د درملنې په نوم د روغتونو جوړول دي. داسې فکر کیږي چې دا روغتونونه د پنجاپ په پوځ پورې تړلي دي او ګټه یې پنجاپي پوځ ته رسیږي.
اوس په وزیرستان کې د سرطان ناروغي په ډیره چټکتیا سره خپریږي او دې ناروغۍ خلک ډیر وارخطا کړي دي له بلې خوا دا ناروغي په ټول افغانستان کې ډیره عامه شوي او خلک یې ډیر وارخطا کړي دي.
اوس د افغانستان خلک په سلګونو میلیونو ډالره د خپلو کورنیو د غړو د درملنې د پاره د هیواد په د ننه او بهر کې لګوي، تر ټولو دا شرمونکي خبره وه چې په اسلام اباد کې افغانانو د خپل ناروغانو د درملنې د پاره د عمران خان لاسونه مچو کول او ورته ژړل یې. مګر د کابل چارواکو په دې هکله سترګې پټې او غوږونه کاڼه کړل.
د پنجاپی استعمار له خوا په افغاني او پښتنې سیمو کې خښ کړل شوي اټومي مواد اوس په یوه خطرناکه پټه بلا باندې اوښتي ده. په دې کې هیڅ شک نه شته چې د کابل چارواکي او سیاستوال د پنجاپي رژیم د افغانستان په ضد ددې جنایت څخه ښه خبر دي خو دوی ددې په ځای چې ددې بلا مخنیوي وکړي او د افغانستان خلک ترې وژغوري خپلې سترګې پټې کړي او غوږونه کاڼه کړي دي.
د کابل د عامه روغتیا چارواکي خو په افغانستان کې د سرطان د ناروغۍ د چټک خپریدو په هکله سوڼ هم نه وهي. او هغه ستونزه چې د ناروغتیا له امله ورسره خلک مخامخ دي کوم اقدام نه کوي. دا په دې مانا ده چې :
کابل نه غواړي د پنجاپ له خوا د افغانستان ، پښتونخوا او بلوچستان د دې لوی جنایت څخه پرده پور ته کړي او نه غواړي دا ستره توطیه شنډه کړل شي.
ددې بلا څخه د افغانستان ، پښتونخوا او بلوچستان د خلکو د ژغورلو د پاره یو ستر ملي پاڅون په کار دی. تر څو دوی وکولی شي دا ستره توطیه شنډه کړل شي:
پنجاپی استعماري اداره د دقیقی ستراتیژي له مخې د پښتنو ، بلوڅو او افغانانو د ټولوژنې پروګرام مخته بیايي او ددې پلان څخه نه په شا کیږي.
په کابل کې یو شمیر احمق او یا مغرض سیاستوال او مشران کله وار داسې په ډاګه کوي چې ګواکې پاکستان به د افغانستان په وړاندې خپله پالیسي بدله کړي له دې امله د کابل واکمنانو زیات شمیر امتیازات پنجاپ ته ورکړل داسې امتیازات چې په هغه کې یې د افغانستان ملي ګټې تر پښو لاندې کړې د پښتنو او بلوڅو د ازادی له پاره مبارزې ته یې شا وګرځوله.
مګر بیا هم پنجاپی استعمار د پښتنو ، بلوڅو او افغانانو د تباهي د پالیسي څخه د یوه ویښته د سر په اندازه هم شاته نه شو. نو اوس دا پوښتنه پیدا کیږي چې ایا د کابل د چارواکو د پنجاپی استعمار ماهیت نه دی پیژندلی ؟ او یا دوی هم زیار باسي چې د پنجاپ سره د نوموړي ستراتیژي په تطبیق کې مرسته کوي؟
ددې له پاره چې دا ډیره خطرناکه پټه بلا (که چیرې په رښتیا هم موجوده وي) له منځه یووړل شي باید د افغانستان دولت د نړیوالې ټولنې کلکه مرسته وغواړي چې په افغانستان (عبدالرحمن خانی افغانستان) کې د اټومي ککړو موادو پاتې شوني کشف او شنډ کړي او هم زیار وباسي چې په پښتنی او بلوڅو سیمو کې هم ددې موادو د له منځه وړلو د پاره لازم ګامونه پورته کړي.