بېګا شپه د ۲۰۱۹ ز کال د هندوستان د تجارتي لوبو ( ای پي اېل ) سیالیو پایلوبه د دوه قوي لوبډلو ( چینایې سوپر کنګ او ممبیۍ انډینز ) لوبډلو ترمینځ ترسره شوه چې ممبیۍ انډینز چینایې سوپر کنګز لوبډله په یوې منډې سره ماته کړه او پایلوبه یې وګټله. چینایې سوپر کنګ ته پکار وو چې ۱۴۹ منډې جوړې کوي خو یادې لوبډلې باندې په ۱۴۸ منډو ټاکل ۲۰ اورنه خلاص شول.
د لوبې په اخرني بال دوه منډې په کار وې چې د سریلنکا هېواد توپ اچونکي ملینګا بال کاوه او په مقابل کې یې شاردول ټکور ودرېدلی و چې په یو یرکر بال سره یې وسوځاوه او په دې سره یې د ۲۰۱۹ ز کال پایلوبه وګټله.
د ممبیۍ انډینز له پاره د خوشحالۍ یوه لویه شېبه د لوبې ۱۳ اور و کله چې د چینایې سوپر کنګز لوبډلې مشر ډوني کوشش کاوه چې دویمه منډه جوړه کړي خو ونه توانېد چې ګریس ته ځان ورسوي او وسوځېد.
د دغې پایلوبې غوره لوبغاړی ( جاسپرېټ بومرا ) وټاکل شو. د په خپلو ۴ ټاکل شوو اورونو کې یواځې ۱۴ منډې ورکړې او ۲ ویکټې یې هم ترلاسه کړې.
وروستي