د څیمڅار سره سیلفي به مو نه و لیدلی؟

روهي( یوه نۍ/۲۲ د غوایي )، د مینمار یو تن ( ایلکس اونګ ) د څیمڅار سره د سیلفي اخیستو د خلکو پام خپل ځان ته اړولی دی.
 
کله ( ایلکس اونګ ) د لومړي ځل لپاره د یو څیمڅار سره انځور واخیست او په خپل فېسبوک اکاونټ یې نشر کړ او ورسره لیکلي یې وو چې دا کار څوک کولی شي چې له هغې وروسته د ایلکس اونګ دغه انځور په لږ وخت کې ۱۸۰۰۰ کسانو نشر کړ او ۵۶۰۰ کسانو ورباندې خپلې تبصرې وکړې.
 

د فلپین هېواد کې د دغه انځور د لیدو سره خلکو په همدغه کار لاس پورې کړ او ایلکس اونګ ریکارډ یې مات کړ.
 

طبي څېړنکاران وایي چې څيمڅار یو د ناولو او مکروب رسونکو حشرو څخه شمېرل کېږي او خلک باید له دغه کار څخه ډډه وکړي.