پاکستان په خواله رسنیو کې ۱۷۴ حسابونه تړلي دي

روهي( یوه نۍ/۲۲ د غوایي )، پاکستان حکومت ۱۷۴ هغه حسابونه چې په خواله رسنیو کط به یې د پولیو واکسینو په ضد تبلیغات کول تړلي دي.
 
د دغو ۱۷۴ حسابونو څخه ۱۳۰ د فېسبوک حسابونه دي، ۱۴ د ټوېټر او ۳۰ یوټیوب چینلونه دي.
 

دا وخت په ټول پاکستان کې د پولیو د واکسینو څخه د پاتې ماشومانو شمېر ۳۲۱۰۰۰ زره دی.
 

د روان ز کال د مارچ میاشتې په دوران کې د پاکستان حکومت د خواله رسنیو لپاره خپل هېواد کې نوی قاون جوړ کړ چې هر هغه چاته به سزا ورکول کېږي چې په خواله رسنیو کې ملي ګټو په خلاف خلک راپاروي.