د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې سکاټلنډ هېواد د کرکټ ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه

 
 
 

د ګلبدين نايب په مشرۍ افغان اتلانو د سکاټلنډ پر وړاندې په دوهمه يو ورځنۍ نړيواله لوبه کې بريا خپله کړه او سکاټلنډ لوبډلې ته يې په D/L Method سره په دوه منډو ماته ورکړه.
 
د افغانستان او سکاټلنډ دوهمه يو ورځنۍ نړيواله لوبه په ايډنبرا کې ترسره شوه. د لوبې پچه سکاټلنډ وګټله او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
 
په ټاکلو ٥٠ اورونو کې سکاټلنډ د ٧ لوبغاړو په سوځېدو سره ٣٢٥ منډې وکړې او افغانستان ته يې د ٣٢٦ منډو هدف وټاکه. د سکاټلنډ له خوا کالم مکلويډ ١٠٠ او کيلي کوټزر ٧٩ منډې وکړې.
 
ګلبدين نايب ښه توپ اچوونه ترسره کړه او ٣ لوبغاړي يې وسوځول، همدا ډول حميد حسن هم په توپ اچوونه کې وځلېده او دوه ويکټې يې ترلاسه کړې او افتاب عالم هم دوه لوبغاړي له ميدان وويستل.
 
د ياد هدف پوره کولو لپاره افغان اتلانو توپوهنه پيل کړه، د افغانستان لومړۍ ويکټه په ٢٨ منډو وسوځېده خو د دويمې ويکټې لپاره محمد شهزاد او رحمت شاه ښه ملګرتيا وکړه او د افغانستان منډې يې ١٢١ ته ورسولې. د محمد شهزاد له سوځېدو وروسته حشمت الله شهيدي توپوهنې ته راغى او له رحمت شاه سره يې ښه ملګرتيا وکړه چې د افغانستان منډې يې ٢٣٠ ته ورسولې. رحمت شاه په زړه پورې توپ وهنه ترسره کړه او په ١١٣ منډو وسوځېد.
 

همدا ډول حشمت الله شهيدي په ٥٩ او اصغر افغان په ٢٢ منډو ناسوځېدلي پاتې شول. محمد شهزاد بيا ٥٥ او حضرت الله ځاځي ١٤ منډې کړې وې.
 

افغانستان په ۴۴.۵اورونو کې د ٣ لوبغاړو په سوځېدو سره ٢٦٩ منډې کړې وې چې لوبه د باران له امله ودرېده خو وروسته د D/L Method له لارې افغانستان په دوه منډو سکاټلنډ مات او په دويمه يو ورځنۍ نړيواله لوبه کې يې بريا خپله کړه.
 
د ښې توپوهنې ترسره کولو له امله رحمت شاه د لوبې غوره لوبغاړى ونومول شو.
 

ياده دې وي چې د افغانستان او سکاټلنډ لومړۍ يو ورځنۍ نړيواله لوبه د اورښت له امله نه وه ترسره شوې او د دوه لوبو په لړۍ کې افغانستان د يوې لوبې په بريا سره ياده لړۍ په خپل نوم کړه.