مشورتي لويه جرګه او په اړه يي زموږ وضاحت

بسم الله الرحمن الرحيم
د عالم او حکيم ذات په سپيڅلي نامه، درود د کائناتو پر حَسين ، له خدای (ج) څخه د مرستې په غوښتو سره ، دا چې د هیواد د موجوده ناورين د ختمېدو او د تل پاتې سولې د راتلو په موخه د حکومت له لورې مشورتي لويه جرګه رابلل شوې ده ، او دې جرګې د خلکو په زړونو کې قسم قسم تشويشونه پيدا کړي دي ، او هر څوک ورته په خپلو چشمو ګوري ، نو موږ هم پدې اړه څو کرښې تورې کړيدي او ددې جرګې په محتوی او موضوعاتو مو خپل نظر څرګند کړی دی ، نو هیله ده چې لوستل به يي درباندې درانه ، نه تماميږي ، که يو څه مو ښه ويلي وي پند به واخلئ او که نه موږ ته به لارښوونه وکړئ ، او زموږ په علم کې به اضافه وکړئ ، بهتره به دا وای چې لمړی مو په عموم کې د غونډې په اهميت او څرنګوالي بحث کړی وای ، په قانوني لحاظ مو مشورتي لويه جرګه څيړلې وای او بيا مو په موجوده حالت کې د دې پر جوانبو خبرې کړې وای ، خو دا چې ليکنه به اوږده او له لوستلو به ووځي ، يواځې مشت نمونه يي خروار د محتوی په يو څو موضوعاتو باندې تم کيږو :
 
هغه کسان چې نسبتاً عمرونه يي کم او د لوړ علميت خاوندان وو موضوع يي ډېره په مناسب ډول برابره کړې وه ، له هر سوال سره يي د هغه ځواب په شماره وار ډول په مختصر ډول ذکر کړی وو ، خو هغه چې يواځې د منصب مشرۍ او نورو اصولو له مخې د کمېټو مشران ټاکل شوي وو خبرې يي په هغه اندازه مرتبې نه وې ، پدې کار کې به ښايي د کمېټې د نورو غړو هم مهم  رول وو .
 
بعضې کسانو په جرګه کې ددې په ځای چې منطقي وغږیږي ، په سړه سینه په مسلسل ډول خپل ځوابونه ووايي ، ډېرې جذباتي خبرې يي وکړې ، چې ښايي دا ځای به د دا ډول جذباتي او احساساتي خبرو لپاره مناسب نه وو ، ځکه دا د هيواد په سطحه د مهمو پرېکړو او مشورو ځای دی چې بايد په ډېر دقت او هر اړخيز فکر سره وکړل شي ، او ګډونوال يي بايد هرې نقطې ته په پوره ډول متوجه او سنجیده و اوسي ، او هره خبره بايد د ملي مصالحو پر، تله وتلي ، خو دا ډول جذبات هلته د خلکو پر ذهنيت منفي تاثير کولی شي ، او خلک ښايي ددې پر ځای چې د ژور فکر او تحليل پر بنسټ د امورو په اړه پرېکړه وکړي او يا نظر څرګند کړي ، يواځې په جذباتو پسې به لاړشي ، او د احساساتو پر بنسټ به پرېکړې وکړي .



ډېره جالبه او خوندوره خو دا وه چې اکثريت نظرونه يو له بل سره موافق وو.
يعنې ددې سوال په ځواب کې چې څنګه کولی شو د سولې خبرې کامياب کړو او طالبانو ته قناعت ورکړو ، د اکثره ټيمونو نظر دا ووچې  بايد د اعتماد او باور فضا د رامنځته کولو په خاطر او دا چې يو بل ته حسن نيت وښايو بايد يو د بل بنديان خوشې کړل شي ، او ددې تر څنګ ټولو ټيمونو په اوربند باندې ټينګار کاوه چې دا د هر ډول مصالحې او روغې جوړې لپاره يو اصل دی  ، موږ په خپلو ولسي جوړ جاړيو کې مشاهده کوو چې تر هغې د دوه جانبينو تر منځ روغه جوړه نه کیږي تر څو چې ډز بندي ( اوربند ) نه وي شوی ، نو هره ډله چې د سولې اراده لري ( طالبان او حکومت ) په ذهني ډول بايد چمتو وي چې له اوربند يي خلاصی نشته ، او که دا ددوي لپاره سره کرښه هم وي بايد ايډيټ يي کړي او په شنه کرښه يي بدله کړي.
 
همدا رنګه ددې پوښتنې په ځواب کې چې کوم ارزښتونه بايد وساتل شي نو کله چې پوښتنې مطرح شوې فکر کېده چې شايد دا پوښتنې خلک په داسې ډول ځواب کړي چې په ځينو شيانو باندې به په غېر منطقي ډول پرته لدې چې حقائق په نظر کې ونيسي ټينګار وکړي خو له نېکه بخته داسې کوم څه نه وو ، او ټولو ګډونوالو دا ثابته کړه ، چې دوي په حقیقي ډول سوله غواړي ، نو په همدې اساس هيڅ ټیم دا ونه ويل چې اساسي قانون دې لغوه شي او نه يي دا وويل چې اساسی قانون زموږ سره کرښه ده او هیڅ تغیرپکې نه غواړو بلکې هر ټيم په ډېرې هوښیارۍ سره ټينګار وکړ چې اساسي قانون يو ضرورت دی ،خو په هغه کې تغیر او تعديل هم د فطرت او طبیعت غوښتنه ده ، او معمولاً په هر اساسي قانون کې په وخت او زمان تغیر او تعديل او حتی تغير صورت نيولی شي لکه څرنګه چې موږ پوهيږو دا په افغانستان کې اتم اساسي قانون دی ، نو مطلب اساسي قانون څه قران ندی چې تغير پکې ناممکن وي ، بلکې د افغانستان د خير لپاره تعديل ممکن،  جايز او بلکې لازمي دی ، چې په خپلو اصولو سره سم بايد تر سره شي .
 
ځينې شیان په ډېر خوندور ډول سره منعکس کېدل يعنې د ښځو حقوق د بیان ازادي ، د مطبوعاتو ازادي او داسې نور شيان نو هیڅ ټيم په مطلق ډول دا خبره ذکر نه کړه بلکې اکثرو يي وويل چې د ښځو حقوق د بيان او مطبوعاتو ازادي زموږ لاسته راوړنې او ارزښتونه دي چې د اسلامي شريعت د اصولو ا افغاني کلتور او عنعناتو په رڼا کې بايد وساتل شي ، وروستۍ فقرې دې جملاتو ته بيخي خوند وربښلی وو، او دا خبره يي داسې برابره کړې وه ، چې ښځو ته د اسلام او افغاني کلتور له اصولو سره موافق حقوق او ازادي هم نه ورکوو ، او نه ښځې لدې پورته څه غوښتی شي او که وه يي هم غواړي له کلک ولسي غبرګون سره به مخ شي ، چې تر ټولو لمړنۍ مخالفانې به يي نورې خويندې او ميندې وي .
 
په لومړيو کې داسې ښکارېده چې ښايي غونډه دې تر يوه حده کمپاينيزه رنګ ولري او يا دې د سولې پر وړاندې د غني لخوا جوړه شوې توطئه وي خو د ګډونوالو له خولې ډېر داسې څه وانه ورېدل شول چې يا دې دا د غني شخصي نظر وي او يا دې دسولې پر وړاندې خنډ وګرځي البته يوه خبره چې ښايي غني او دده پلويانوبه ورته ښه په درز کې چکچکې کړي وي هغه داوه چې بعضې ګډونوالو ډېر په جذباتي ډول د مؤقت حکومت څخه انګار وکړ ، خو دغو انکار کوونکو بايد د انکار تر څنګ ددې حالاتو لپاره دا چې سوله به کيږي او ټول اړخونه به په انتخاباتو کې برخه اخلي ، د مؤقت حکومت په ښه بديل باندې هم غور کړی وای ، چې له بده بخته دا کار يي ونه کړ ، يعنې کله چې ستا مخالفین راځي او له سولې وروسته په انتخاباتو کې برخه اخلي نو فطري خبره ده چې هغوي پداسې حالت کې دې کار ته غاړه نه ږدي چې ته دې په واک کې يي ، نو پدې اساس يا مؤقت حکومت او يا يي هم بايد په ښه بديل فکر وکړل شي ، چې ښايي پيدا نشي .
 
دا چې په استثنايي ډول بعضې کسانو د امریکایانو په شتون او پاتې کېدو خپل نظر څرګند کړ خو وروسته د نورو کسانو له غبرګون سره مخ شو او د اکثرو غوښتنه همدا وه چې بايد خارجي قواوې د يو مهالوېش له مخې ووځي ، په جرګه کې دا هغه خبره وه چېى د طالبانو د شرط حمايت يي کاوه ، او دا يي ثابته کړه چې د طالبانو دا شرط په ځای وو، دا خبره به اوس طالبان نور هم زړور کړي چې په خپل شرط ټينګار وکړي ، يعنې دلیل به دا ، وي چې دا د ټولو افغانانو غوښتنه ده ، او تر څنګ به يي د خارجيانو هغه ادعا هم دروغجنه ثابته کړي چې وايي افغانان غواړي چې موږ دې دلته پاتې شو ، بلکې دا په رسمي ډول د افغانانو غوښتنه وه چې د لوي جرګې له لارې يي خارجيانو ته د خارجيدو وړانديز وکړ .
 
دا چې طالبانو څخه غوښتنه وشوه چې د امريکايانو پر ځای له افغان حکومت سره خبرې وکړي ، او افغان حکومت څخه غوښتنه وشوه ، چې طالبانو ته سياسي دفتر ورکړي ، فکر کوم دا دواړه خبرې به هم ددوه دلائلو له مخې تر هغې احتمال ونه لري چې تر څو د طالبانو او امريکا تر منځ خبرې نه وي نهايي شوې ،
 
۱: دا چې ګمان کيږي واک او قدرت دې له امريکايانو سره وي او افغان حکومت دې هغه څه ونشي کولی چې امريکا يي ونه غواړي .
۲: او دوهم دا چې امريکايان اوس په داسې حالت کې دي چې نه ورباندې افغان حکومت اعتماد کولی شي او نه ورباندې هم طالبان .
 
د ګډونوالو يوه غوښتنه دا وه چې کله هم خبرې نهايي کيږي بايد له دواړو طرفونو څخه ملګري ملتونه ضمانت وکړي ، خو زه وايم مناسب به دا وای ، چې ويل شوي وای چې ددولت له خوا به ملګري ملتونه ضمانت کوي او د طالبانو له لورې به د اسلامي هيوادونو سازمان جمع ګاونډي هيوادونه که چېرته ددې سازمان غړيتوب نه لري ضمانت کوي ، او يا هم ويل شوې وای ددواړه لورو څخه به دواړه ( ملګري ملتونو او اسلامي هيوادونو ) سازمانونه په ګډه ملاتړ کوي ددې خبرې اهميت راته پدې کې ښکاري چې که احياناً د طالبانو له لورې ملګري ملتونه ضمانت وکړي او بيا هغوي سرغړونه وکړي نو ايا ملګري ملتونه  به وکولی شي چې په هغوي باندې خپله خبره ومني ؟
نه! ځکه که دا کار يي کولی شوای نو دا ( ۱۸) کاله کې به يي په طالبانو هر څه منلي وای ، مګر برعکس که چېرته د اسلامي هيوادونو سازمان يا د افغانستان ګاونډيان له دوي ضمانت وکړي او له ضمانت وروسته مجبور شي ، نو په دوي باندې هر څه منلی شي .
 
ډيری ګډونوالو پدې خبره تأکيد کاوه چې د سولې عالي شورا بايد لغوه شي ، زه وايم کلونه مخکې بايد لغوه شوې وای ، د لاندې دلايلوپه اساس :
۱: د سولې شورا په تيرو کلونو کې هيڅ لاسته راوړنه نه لري ، نو شتون يي په څه معنی .
۲: کوم کسان ( مخالفين ) چې په تيرو کلونو کې د حکومت سره يو ځای شوي دي نو يا د ملي امنيت په ذريعه او يا هم د نورو ارګانونو په ذريعه،  او له يو ځای کېدو وروسته د سولې شورا ته د عامو خلکو په څېر خبر رسېدلی دی .
۳: د سولې او پخلاينې شورا بايد له داسې خلکو څخه جوړه شي چې هغه بې طرفه ولسي خلک وي چې په حکومت او طالبانو دواړو باندې تأثير ولري . د حکومت او طالبانو ساحو ته ازاد تګ راتګ وکولی شي په ولسونو او قومونو کې منل شوي ، محبوب ، په خبره او جرګو مرکو پوهه خلک وي او ددې کار لپاره صادق وي ،نه دا چې د حکومت کسان وي او يواځې د خپلې تنخوا لپاره په دفترونو کې ناست وي او د مخالفينو پر وړاندې ددوي او د حکومت د نورو چارواکو تر منځ هيڅ فرق نه وي .
 
دا يو څو هغه نقطې وې چې د تحليل په سترګه يو څه مهمې او اړينې ښکارېدلې او ددې تر څنګ د اکثره ګډونوالو موافق نظرونه هم وو، البته لدې پرته هم ډېر مهم او اړين موافق او مغاير نظرونه وو چې د ليکنې د اوږدېدو له امله يي له څېړنې تېرېږو ، مثلاً د ځينې کسانو داسې مشورې او خبرې چې له اجنډا سره يي سل سلنه تغير درلود ، د افغانانو خپلمنځي اتفاق ، د سياسيونو او احزابو ګډون او اړتيا ، د ګاونډيو پر وړاندې ورته عکس العمل ، د هيواد په زېر بنايي پروژو ټينګار ، د حزب اسلامي سره په شوو موافقو باندې د عمل نه کېدل ، د سولې خبرو لپاره د غړو د انتخاب موضوع ، د حکومت او طالبانو پرته يوه درېمګړې او منځګړې شورا رامنځته کول ، او داسې نور لسګونه موضوعات .
په پای کې هيله مند يم ښه نتيجه ولري، د حکومت لپاره يو ښه پلان په واک کې ورکړي، په مشورو يي عمل وشي، او په هيواد کې د تل پاتې سولې لامل وګرځي.