ښځې د ۸۶ کېلو ګرام وزن کمېدو سره ټول خلک حیران کړي دي   

 

هندوستان کې یوې ښځې ( امیتا راجانی ) چې د اسیا ترټولو زیاته وزن لرونکې ښخه بلل کېده د ۸۶ کېلو ګرام وزن کمېدو سره ټول خلک حیران کړي دي، د دې عمر اوس ۴۲ کاله دی.
 

د سرچینو له قوله چې د هندوستان په مهارشټرا ایالت څخه یوې ښځې ( امیتا راجانی ) چې ۳۰۰ کېلو ګرام وزن یې لاره خپل وزن ۸۶ کېلو ګرام کم کړی دی چې د ډېرو خلکو پام یې ځاتنه اړولی دی.
 
د دغې ښځې کورنۍ نور غړي وایي کله چې دا ماشومه وه نو وزن یې عادی وو خو د ښپږ کلنۍ څخه وروسته د هغې وزن یو دم په زیاتېدو شو آن تردې چې ۳۰۰ کېلو ګرام ته ورسېد.
 

دغې ښځې د هغه ډاکټر ( شاسناک شاہ نی ) چې د دې د وزن په کمېدو کې یې وروسره مرسته کړې ده هم مننه کړې ده.
 
ډاکټر شاسناک شاہ نی ویلي دي چې اوس د دغې ښځې وزن ۲۱۴ کېلو ګرام دی او په لنډ وخت کې به ۱۲۶ کېلو ګرام ته راټيټ شي داکټر زیاته کړې ده چې د سهار خواړه نه خوړل د وزن د کمېدو یوه ښه لاره ده.
 

ډاکټران وایي چې د زړه د حملې یو لوی لامل زیات وزن لرل دي.