د نجيب تره کي ۶۷۰ منډې

روهي (درې نۍ/۱۷ د غوايي)، د احمد شاه ابدالي په نوم د افغانستان د کرېکت څلور ورځنۍ سيالۍ پيل شوې دي چې تر اوسه افغان لوبغاړی نجيب تره کی په کې مخکښ دی.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډيو ته وویل چې د نجیب ترکي تر څنګ شاهدالله بل هغه منډه جوړونکی دی چې په پنځه سیالیو کې يې ۶۱۰ منډې کړي او د نمرو په جدول کې يې دوهم ځای خپل کړی دی.

دغه سيالۍ له تېرې يوې مياشتې راهيسې په کابل، ننګرهار او کونړ ولايتونو کې پيل شوې دي، چې تر اوسه دوام لري.