روهي( درې نۍ/۱۷ د غوايي )، د افغانستان کرکټ بورډ ویلي دا چې هيڅ کوم افغان شرکت په نړیوال جام کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې مالي ملاتړ ته غاړه کېنښوده نو د همدې امله دوي د امیول (Amul) په نامه د هند یو تجارتي شرکت د نړیوال کپ په سیالیو کې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې مالي ملاتړ (سپانسر) شو.
ټاکل شوې چې د سه شنبې په ورځ (مۍ۷) د افغانستان د کرکټ بورډ او دغه هندي شرکت ترمنځ تړون لاسلیک شي. د کرکټ بورډ یو چارواکي رسنیو ته ویلي چې دا د ۱۵۰زره امریکايي ډالرو تړون دی چې یوازې د نړیوال کپ په سیالیو پورې محدود دی.
دغه کس چې رسنیو ته یې د خپل نوم د اخیستلو څخه ډډه کړې ده ویلي دي "دوی په دوو دلیلونو له بهرني شرکت سره دا تړون کوي. لومړی دا چې داخلي شرکتونو، د هر دلیل له مخې چې وو، له بورډ سره په دغه برخه کې تړون ونکړ او دویم دا چې د افغانستان بورډ غواړي چې د هند تجارتي مارکیټ ته ځان رسوي."
د امیول شرکت تر ډېره لبنیات تولیدوي چې په افغانستان کې هم مارکیټ لري.
دی وايي چې افغانستان په هند کې خپل د کرکټ میدان لري او نړیوالې لوبې او سیالۍ په کې کوي، نو په خبره یې ضروري ده چې د هند تجارتي مارکیټ ته ځان ورسوي.
وروستي