تر خپله وسه د ذاکر نایک دفاع

نایک هند ته په‌خپلو ټولو مذاهبو کې ماته ورکړې ده، پر هندوانو یې د خپلو میندو/ غواګانو غوښه روا کړې ده.
په لندن هم ځکه بند شو چې زیات محصلان یې اسلام ته را اړولي.
اورژبي خبریالان د نابغه نایک لۀ ځوابونو امن غواړي.

په لایف ویناوو او بحثونو کې یې نۀ یوازې په قران، احادیثو او عقیده بلکې په منطق، فلسفه او ریاضي/ ساینس ستر، ستر کفار عالمان قانع کړي او بالاخره اسلام یې راوړی.
دومره بندګان د هند کرکټ ته نۀ راټولېږي لکه د ډاکټر نایک مناظرې او وینا ته چې سټوډیم کې ځای نۀوي.

نو خود به کاڼو او بوټو ته سجده کوونکي هندوان، لاندې او باندې ببر سیکان لۀ نایکه ریږدي.
پیړۍ کې یو یا دوه نابغه‌ګان پیدا کېږي، مونږ خوشبخته یو چې برحاله اسلامي نړۍ کې د نایک په څېر باجرته عالم انسان لرو.

مجزه ده چې د ممبی په څېر فاحش ایالت کې چې ټولې سینماوې هلته ایجاد دی، خو د نایک زیږون انقلاب راوست او د سولې تلویزون چې نوموړی یې مشري کوي، زرګونه روزل شوي شاګردان یې د دیوبند لۀ هر فارغ عالم تکړه او مخکښه مبارزه کوي.

هندوان غټ چنګاښ او ښکلي سپي ته هم سجده کوي، ذاکر نایک لۀ دې سپۍ بنده‌ګۍ نجات ورکوي او د اسلام په بختور دین یې مشرفوي.

نایک که طب لوستی، خو د قران کریم تر څنګ یې تورات، زبور او انجیل هم ښۀ مطالعه کړي او د دیوبند د مشهورې او بلې هرې مدرسې لۀ فارغینو یې اسلام ته ډېر زیات خدمت کړی.

د ځینو دیني علماوو لۀ نایک سره په دې اختلاف دی چې په دیني بحثونو کې لۀ ساینسي نظریاتو او منطق کار اخلي، ځکه اسلام د عقیدې دین دی. خو نایک که یو کافر مسلمانوي نو کافر په ثواب او ګناه، جنت او دوزخ څۀ پوهېږي، څۀ یې ویني او څنګه یې قناعت حاصل شي؟ نایک مجبور دی چې د دوی په علم، مذهب، عقیده، روان، سوفیستایي منطق او ساینس عیني مثالونو ورته وړاندې او قناعت ورکړي او تر اوسه پخپل تکتیک او کمال کې بریالی هم دی.

د ایران، افغانستان، پاکستان او بنګلادیش نفوس هومره یوازې په هند کې مسلمانان اوسي او دا د الله تعالی لۀ نعمتونو یو ستر نعمت دی چې ذاکر نایک یې پې را پېرزو کړ او مسلمانانو ته یې دوامدار ډاډ ورکړ.

پښتانۀ ژباړونکي دې هم پاک حلال جنتي شي چې د نایک تر لسو زیات کتابونه یې پښتو کړي.
د یو مسلمان په حیث چې نایک مې ایډیال دی، ځکه مې ناچیزه دفاع ولیکله چې هند تازه پر ډاکټر نایک د ۲۸ میلینه ډالرو غیر قانوني شمنۍ تور پورې کړی.

ډاکټر عبدالکریم ذاکر نایک ته بریالیتوب او جنتونه.