روهي( یوه نۍ/۱۵ د غوایي )، د نړۍ ټول مکروبه هڅه کوي چې دواګانې بې اثره کړي که د مکروبونو د دغه کار مخنیوی ونه شي نو د ۲۰۵۰ ز کال څخه وروسته به هر کال د مکروبو له کبله په هر کال کې ا ملیارد خلک په ناروغیو اخته کړي.
ملګرو ملتونو په یو نوي راپور کې ویلي دي چې که په نړۍ کې تر ۲۰۳۰ ز کال پورې د مکروبونو په ضد عملي ګامونه اوچت نه شي نو د نارغیو له کبله به ۲ ملیارده او ۴۰۰۰۰ کسان په غریبۍ اخته شي.
د ملګرو ملتونو یو تن چارواکي امینہ محمد ویلي دي چې د دغو مکروبونو چې دواګانې بې اثره کوي ټولې نړۍ ته یو لوی خطر دی.
د ملګرو ملتونو دغه راپور زیاتوي چې مکروبونه دواګانې داسې بې اثره کوي چې بیا د یوې کمزورې ناروغۍ د علاج لپاره هم کار نه کوي.
ولې دواګانې بې اثره کېږي؟
۱: دغه راپور زیاتوي چې په ټولو دواګانو کې نشه یي توکي ګډېږي او کله چې په غریبو هېوادونو کې په دواګانو دغه نشه یي توکي د خپلې اندازې زیات شي نو دوا بې اثره کېږي.
۲: هغه هېوادونه چې په پاکو او بو او خوړو ته پوره لاس رسی نه لري د دغو خوړو او اوبو سره یو ځای د دوا استعمالول هم دوا بې اثره کوي.
وروستي