چیرته چې سیاف وي، هلته د پښتون خیر نه وي

د مولوي خالص (پوچ کارتوس) او د زماني د منافقینو رییس څوک دی؟
 
عبدالرسول سیاف چې وروسته عبدالرب رسول سیاف شو، د وروستیو پنځوس کلونو یو مطرح سیاستوال دی. د مصر په الازهر کې یې لوړې زده کړې کړي دي. امریکا ته هم زده کړو ته په لاره په لار کې و، چې له هوایي ډګره راوګرځول شو.
 
د خلقیانو له خوا بندي و، خو د حفیظ الله امین سره د خپلوۍ له برکته ژوندی ووت.
 
حضرت مجددي ورته د مجاهدینو د مشرانو په یوه جلسه کې په قهر شوی او ورته ویلي یې وو چې: پدر تو خو یک هندو بود، به دست پدر مه ایمان آورد. خو استاد سیاف ځان د کونړ سید ګڼي. په کونړ کې د سیاف د سیدی دغه سلسله په هیڅ ډول ثبوت نه لري. البته مور یې پښتنه خروټې ده. خو ده پخپل ټول سیاسي تاریخ کې له پښتنو سره جفاوې کړې دي او هر چیرته چې دی وي، هلته د پښتنو شر او ضرر وي.
 
کله چې د پښتنو د نجات یو حیاتي فرصت په لاس راغلی دی، استاد سیاف په فاجعه بدل کړی دی.
 
لومړی. کله چې د غلام محمد نیازي تر مړینې وروسته جمیعت اسلامي په پټو کوټو کې د بل مشر تدابیر نیول، سیاف د رباني مشرۍ ته زمینه جوړه کړه. په داسې حال کې چې رباني او طاهر بدخشي ګډه ژمنه کړې وه چې یو به په اسلامي تحریک او بل په کمونیستي تحریک کې د پښتنو او افغانستان پر ضد فرصتونه ګوري او استفاده به ترې کوي.
 
دویم. په پيښور کې مولوي خالص، مولوي محمد نبي او انجینیر حکمتیار پوه شول چې رباني د جهاد تقدس له خپلې قومي ـ ستمي اجندا قربانوي، نو سیاف چې نوی د روسانو تر یرغل وروسته د کابل له پلچرخي زندان څخه ازاد شوی او پيښور ته رسیدلی و، د مشر په توګه غوره کړ. درې مشرانو پر سیاف یوازې یو شرط کیښود. هغه دا و چې رباني پری نږدي چې د جهاد اسلامي صبغه په قومي رنګ کې غوپه کړي. خو سیاف د مشر کیدو په لومړۍ شپه رباني ته ورغی او د خپلې تسلیمۍ سر یې د هغه په غیږ کې کیښود. په داسې حال کې چې رباني د خپل تنظیم د عادي غړي کارت هم نه و ورکړی او مولوی خالص له مجبوریته هم د خپل تنظیم کارت او هم د اتحاد په شورا کې د خپل تنظیم د غړیتوب حق ورکړی و. سیاف رباني ته ویلي و چې: ته تر عمره زما مشر یې. تر څو چې حکمتیار وي، نه له ما او نه له تا مشر جوړیږي. دواړه به د حکمتیار مخه نیسو. بل چا ته یې ویلي و: د پښتنو په مشرۍ کې زما شلم مقام هم نه رسیږي، خو د تاجکو په مشرۍ کې زه د پښتنو خلا ډکوم او دوهم ځای نیسم. مولوي خالص کوشش وکړ چې سمې لارې ته شي، خو سم نه شو. مولوي صاحب له ډیر سوخته ورته د پوچ کارتوس شعر ووایه.
 
خالص له هيچا نه ګيله نه لري
پوچ يې له خپل جېبه کارتوس وختو
دریم. په کابل کې د ثور د اتمې د پرچمي، جمیعتي ـ ستمي کودتا سره سم کابل ته راغی او د پښتنو پر خلاف د اقلیتونو له بغاوت سره ملګری شو.
 
څلورم. د دې لپاره چې د پښتنو ستراتیژیک متحدان له پښتنو څخه لیرې وساتي د خپلو څو تنو عربانو له خوا یې له هیڅ بهانې پرته د هزارده ګانو پر خلاف بریدونه پیل کړل، او هڅه یې وکړه چې دې ته د پښتون او هزاره جګړه ووایي. ښه خبره دا وه چې هزاره ګان پوهیدل چې هغه پښتون نه دی او کوم قوم او نسب نه لري.
 
پنځم. کله چې حکمتیار د اقلیتونو ایتلاف چې مصنوعي او موقتي و، مات کړ، او د هماهنګۍ د شورا په ترکیب کې د حضرت مجددي، دوستم، مزاري او حکمتیار ځواکونو نظار شورا له ارګه وایستله، د سیاف ځواکونو چې هیڅ توقع یې نه کیده،  په غلچکي برید د نظار شورا او جمیعت مات شوی او مړ بدن بیرته له ګوره راوایست او په ارګ یې ننه ایستل. سیاف بیرون پاتې شو. خو هغه وایي: زما او جمیعت دوستي یو طرفه سرک دی!!!
 
شپږم. د ډاکتر نجیب الله تر سقوط وروسته د بګرام هوایي ډګر د سیاف له افرادو سره و. مسعود د دوستۍ په نوم ورغی د ده کسان یې خلع سلاح کړل او له میدانه یې وشړل. بیا یې ده ته یې تلیفون وکړ چې: استاد، الحمد لله! جلو توطیه ګرفته شد، بګرام به دست مجاهدین (از مجاهدین شما) فتح شد!!! استاد ترې په بدل کې مننه وکړه.
 
اووم. د سیاف د تنظیم مشهور قوماندان (امیر) په شمال کندز ولایت کې د مسعود په امر د دوستۍ او اعتماد په حال کې شهید کړای شو. مسعود دا ځل بیا سیاف ته تلیفون وکړ او د برادر مجاهد و قهرمان امیر د شهادت ورته تسلیت یې ورته ووایه. سیاف بیا هم له مسعوده مننه وکړه!!!
 
اتم. د کورنیو جکړو په کلونو کې د ننګرهار شورا او مشر یې شهید حاجي عبدالقدیر د مجاهدینو ټول مشران په جلال آباد کې راټول کړل او ورته ویې ویل چې تر څو د سولې یوې معقولې حل لارې ته ونه رسیږئ، له دې ځایه نه شئ تللی. ټول مشران سولې ته نږدې شول، خو د جګړې اصلي عامل یعنې احمدشاه مسعود پکې نه و. حاجي قدیر غوښتل مسعود هم راولي، خو سیاف دا دنده واخیسته چې دې به پسې ورشي او را به یې ولي. کله چې له دغې ملي جرګې کابل ته وتښتید، هلته یې مسعود پوه کړ چې که جرګې ته ورشي، نو اقلیت ته د واک ورغلی لومړی چانس به له لاسه ووزي، نو نهم. هغه و چې مسعود له ورتګ څخه ډډه وکړه او د سولې دا تمه هم له خاورو سره خاورې شوه.
 
مسعود دوه یا درې ځل د طالبانو له خوا محاصره شو، نږدې وو چې د شر او فساد د دغه سرطان په ایستلو د افغانستان رنځ پای ته ورسیږي، خو سیاف یې مرستې ته په هماغه ډول ورغی چې طالبانو یې توقع نه کوله. په دې ډول طالبان د مسعود د سرطاني غدې له جراحي عملیاتو راوګرځول شول.
 
لسم. خو له ټول ذلت سره هر ځل نظار شورا او جمیعت ده ته سپک ګوري. کله چې یونس قانوني د ولسي جرګې د مشرۍ مقام د ګټلو د یو مشکوک حالت سره مخ شو، سیاف فتوا او تفسیر وکړ او قانوني د ولسي جرګې مشر شو. په بل ځل چې سیاف ته پښتنو رایې ورکړې او کټ مټ د قانوني په شرایطو برابر شو، همدغه قانوني ورته وویل: استاد این حق شما نمیشه!!! استاد بیا هم له خپلو شورای نظاري متحدانو مننه وکړه. ځکه دې عقیده لري چې هر چیزی که از یار (جمیعت) بیاید نیکوست!!!
 
یوولسم. کله چې د سولې کوم فرصت رامنځ ته شي، سیاف یې د قرآن او حدیثو په تحریفولو مخه ونیسي. هغه له شورای نظار د کمې ګټې (ثمناً قلیلاً) په تمه دی چې د پښتنو او مسلمانانو له سزا یې وساتي.
 
سیاف ځینې مهمې ویناوې لري؛ یوه یې داده: خلک د پلار په مرګ یتیم کیږي، خو زه (سیاف) د مسعود په مرګ یتیم شوم. پلار خو ډیر اوچت مقام لري، که د سیاف پلار هم وي، خو ولې دې مسعود ته پلار وایي!!!
 
اوس چې ټول ملت سوله غواړي او د نړۍ زیاتره قوتونه د درې زبرځواکونو (امریکا، روسیې او چین) په شمول په افغانستان کې سوله غواړي، او تر بل هر وخت د سولې لپاره ښه زمینه او فرصت راغلی دی، سیاف غواړي، د شرف غني له احساساتو سو استفاده وکړي او د پښتنو او افغانانو پر مخ د دې لوی نعمت مخې ته ودریږي. دی غواړي یا د سولې پروسه ودروي او یا یې حد اقل وځنډوي، چې د خپلو کړو جفاوو او جنایتونو د بښنې تضمین واخلي.
 
سیاف په حقیقي ژوند کې د هندي فلمونو د هغه بدمعش رول لوبوي چې د خیر او فلاح په وروستۍ هڅه هم برید کوي او د شر او بدۍ د انتها ننداره کوي.
 
فلمي بدمعشان پخپل اکټ سره له بدیو او شر د خلکو زړونه توروي، خو سیاف په رښتیا سره د فلاح جنت ته د ننوتو پر مهال پښتانه له صراط پله دوزخ ته غورځوي.
 
څه موده مخکې په رسنیو کې د یوه بل افغان له خوا لاندې لیکل شوي ټکي هم د سیاف په باب واقعیتونه بیانوي، لوستلو ته یې تاسو رابولم:
د نقل قول پیل:
 
[۱. استاد سیاف پخپله دنده کی واقعا استاد دی هیڅ بل څوک نسی کولای د ده په شان شرایطو ا حالاتو ته په کتو ډول ډول کړنی تر سره کړی زه غواړم د استاد فضایلو ته ستاسو پام راواړوم.
 
۱: استاد د شوروی په وړاندی په لوڅ سر او لڅو پښو په اصطلاح جهاد پیل کړ استاد بهرنی پوځی پخپل هیواد کی نسو زغملای ځکه یی د بهرنی پوځیانو تر شړلو د جهاد سنګر ګرم وساتۍ ، کوم بهرنی پوځیان چی نن زموږ په هیواد کی شتون لری استاد دا بیله خبره بولی، دا پوځیان خو د اسلامپالو او بنسټ پالو د ټکولو لپاره راغلی دی او دوستان دی.
 
۲: استاد تر بل هر رهبر وتوانیدۍ د عربو نقدی مرستی ترلاسه کړی چی د الهی استعداد نماینده ګی کوی داچی عرب پخوا مجاهد وه اوس القاعده شول دا د شرایطو او حالاتو بدلون دۍ صرف استاد د حالاتو سره ځان عیار کړ.
 
۳: زما په آند که استاد ته ووایی چی هغه ایت شریف ( د یوه مومن قتلول د ټولنی د وژلو په شان ده) څه تعبیر لری هغه به ووایی چی دا زموږ د شرایطو سره مطابقت نه کوی. استاد له دی کبله چی د امریکایانو د شتون دوام غواړی هیواد او ولس ته کوم بد نیت نلری د ځان د ساتنی او بقا په هیله دا کار کوی.
 
۴: د استاد ګلبدین تر هغه خوښ ؤ چی د روس سره یی جهاد کاوه خو د امریکی په وړاندی جهاد د دوستانو سره جګړه ده نه جهاد.
 
۶: د استاد طالبان په دی نه خوښیږی چی تر شرعی اندازی اوږده ږیره نه منی پداسی حال کی چی دده مبارکه ږیره د واقعی اسلام ثبوت دۍ .
 
۷: استاد په غرب کی د کابل د شیعه مسلمانانو په وژنه ډیر ستړی سو خو هیڅ چا مننه ځنی ونکړه ځکه ګیله مند دی.
 
۸: استاد د ولس دمینی له کبله پر ځان ګناه ومنله د چمتلی دښته یی غصب کړه مګر ولس یی د کورو خاوندان کړه.
 
۹: استاد افغان ولس د معلم ،کافر، لوڅ سری او کمونست په نامه وژل خو اوس د دوستم سره په حاکمیت کی ځکه شریک دی چی دوستم فیور کمونست دی دا نیمچه کمونستان د استاد نه خوښیږی.
 
۱۰: استاد د ښارګوټو جوړول د ولس سره جفا بولی ځکه دی دا کار نه کوی هغه وای مرګ نیژدی دۍ غصب او ډالرونه په درد نه خوری د اخرت له پاره خواری پکار ده.
 
۱۱: د استاد د وینا سره سم هغه به په جنت کی د احمدشاه مسعود، دوستم،ربانی او نورو مجاهدینو سره وینی.
 
زه نه یم خبر چی په جنت کی هم غصب ،وژل او پانګه سته که یه ؟ خو استاد ورته خوشاله دۍ شاید وی به!
 
۱۲: د استاد په آند بهرنی دوستان (امریکا،جرمنی،فرانسه ، استرلیا، ایتالیا ،انګلینډ، او نور) زموږ په هیواد کی د دین ساتنه کوی او پر مسلمانانو لورینه لری له یوه اړخه ولس د تروریزم یا اسلام پالو څخه ساتی او له بله طرفه استاد یی په زره لندکروزانو،بی شماره باډیګاردانو نازولۍ او د بنسټ پالو څخه یی ساتلۍ دی.
 
۱۳: استاد کینه دله ندی د محقق،دوستم او خلیلی سره یی پخوانۍ دښمنی خاورو ته وسپارل استاد وای زما دښمنی خو د محقق او خلیلی او دوستم سره نه وه بلکه زما دښمنی د ګوته سنګی ، افشار د خلګو سره او ازبکو سره وه هغه چی له منځه ولاړه نور خیر او خیریت دی هیڅ مشکل پاته ندی.
 
۱۴: استاد د خدای د دښمن ابلیس سره دومره دښمنی لری چی اوس یی د هغه چوکۍ په خطر کی اچولی ده نیژدی چی شکست ورکړی او د ویاړ او غرور چوکۍ تری نه خپله کړی.
 
۱۵: استاد ډیر حلیم دی کله چی یی امریکایانو کور تلاشی کړ ده په ډیره حوصله مندی وویل خیر دی دوستان څه په میلمستیا را وغوښتل سی څه بی خبره کور ته راسی په دواړو صورتو کی میلمانه دی.
 
۱۶: استاد و هغه حدیث ته په کتو(زه رالیږل سوی یم چی د اخلاقو مکاریم تکمیل کړم) نه په غوسه کیږی صرف او صرف په کال یویا دوه ځلی کنځاوی کوی خو پخی یی کوی هغه هم د مسعود او ربانی د مړینی په کالیزه کی.
 
 ۱۷: استاد د خپل خط څخه د سر په بیه نه تیریږی صرف دوستم یی پخوا کمونست او کافر ګڼی جهاد یی ورسره کاوه کله چی امریکایانو پوه کړ چی هغه ډیر زورور دۍ بیا یی د ستر مجاهد په نامه وپیژندۍ او په نظام کی ورسره شریک سو.
 
۱۸: استاد چی پس له اوږدی مسافرۍ څخه کابل ته راغۍ د حاکمیت د لمړی سړی په هکله ډول ډول نظریات موجود وه کله کله هم د ظاهرشاه و قدرت ته د راګرځیدو خبره کیدل استاد خپل دریځ داسی بیان کړ( که ظاهر شاه کابل ته راسی زه به بیا سترګی توری کړم او له سره به جهاد پیل کړم) خو کله چی امریکایانو نصیحت ورته وکړ نو بیایی د ظاهرشاه هرکلی وکړ او چی ویی لیدل چی ناټو او امریکا و هغه ته ډیر اهمیت ورکوی نو ژر تر ژره یی په کاریزمیر کی د ظاهر بابا په ویاړ میلمستیا وکړه او د احترام د څرګندولو په موخه یی لاسونه ورمچ کړ.
 
۱۹. استاد سیاف په دې خفه دی چې د رئیس المنافقین غوره لقب ولې عبدالله بن ابی ته ورکول شوی و ، دا د ده حق و چې باید ورته ساتل شوی وای.
 
۲۰. استاد د ظاهر شاه په باب ویلي وو چې که ظاهر شاه مو له سیاف سره یو ځای ولید نو پوه شئ چې سیاف کافر  شوی دی، ځکه ظاهر شاه نه مسلمانیږي. خو بیا یې ورته ډیره شانداره میلمستیا
وکړه او دې یې د ملت د بابا په توګه ومانه.
 
داوه د محترم استاد سیاف د حق دلاری مجاهد خصایل او فضایل چی لنډه یادونه یی ضرور وه.]
 
د نقل قول پای:
هیله ده افغانان او په ځآنګړي ډول پښانه سیاف وپیژني او پوه شي چې:
چیرته چې سیاف وي، هلته د پښتنو او افغانانو خیر نه وي!!!
 
پوچ کارتوس:د شلمي او یووشتمي پیړۍ د رییس المنافقین سیاف په باره کې د مرحوم غازي مولوي خالص شعر
ما وې چې باز دی خو ټپوس وختو
په دووسانو کې دووس وختو
د زړه په وينو مې روزنه ورکړه
چې زړه ترې جوړ کړم، خو پپوس وختو
ډېر مې ټولنه کې دروند وتللو
اخېر کې سپک انډی د بوس وختو
په جهادي هدف يې لوبې وکړې
خدایږو له روس څخه چړوس وختو
د امريکا په ډالر ونڅېده
د خدای له مرستې نه مايوس وختو
موږ وې د ده له بخته مخکې به ځو
خو دی په‌خپله کې منحوس وختو
خالص له بل چا نه ګيله نه کوي
پوچ يې له خپل جېبه کارتوس وختو.