
د ١٣٥٧لمريز کال د ثور ٧مې خونړۍ کودتا له امله دافغانانو دوینې بهېدنې څپانده او نه هیریدونکې لړۍ پیل شوه. داسې نادودې او ناورینونه یې رامنځ ته کړل چې ساری یې ډیر کم تر سترګو کیږی. ددومره لوی بحث درانغاړلو زغم به دا ليکنه ونه لري. دلته د ثور داوومې پېښو ته لنډه اشاره شوې، چې د تفصیل لپاره يې دمراجعو حواله ددې لپاره ورکړل شوې چې پر واقعيتونو د نوي افکار روښانه شــي او تیر اشتبــاهات اوتیروتنـې ورته دعــبرت درس شي. وړاندې له دې چې دثور د اوومې له امله په رامنځ ته شويو پېښو او ناخوالو باندې تم شو؛ د جمهوریت د دورې اصلاحاتو ته یو ځغلنده نظر کوو:
سردار محمد داودخان چې دیوې سپینې کودتا په ترڅ کې يې قدرت ترلاسه کړ، دجمهوریت بنسټ يې کیښود. دقوانینو په برخه کې يې اساسي قانون يې تدوین او دلويې جرګې له لورې تصویب شو. دمطبوعاتو اساسنامه او ازادو مطبوعاتو د ودې لپاره يې لازمه زمینه سازی وکړه. دهیواد ښیرازۍ په برخه کې يې اووه کلن ستراتیژيک پلانونونه چمتو کړل، چې پکې د برېښنا بندونه، دریل پټلۍ، په کابل کې د موټر جوړونې فابریکې او یو لړ نورې رغنیزې پروژې شاملې وې. که چېرته دعملي کیدو موقع ورکړل شوى واى، د هیواد اقتصادي حالت به د ژور بدلون شاهد وو. د داود خان دحکومت په چارو کې دپرچمیانو ونډه ډېره زیاته وه، دچارو په پرمخ وړلو کې پرچمیانو د خپلو بادارانو (روسانو) ګټې لټولې، ځکه خو د داود خان حکومت په وړاندې ستونزې ډیرې وې، د داودخان دحکومت پر مهال پرچمیان پوره په واک کې وو، هغه مهال يې داودخان ته د زغم کاسه ډکه شوه، کله چې په مسکو کې برژنف سردار داود خان ته وویل پخوا به دناټو متخصیصنو ته دافغانستان په شمال کې اجازه نه ورکول کیده اوس ددې تعامل نه پیروي نه کیږی [۱] داود خان دا او دافرادو ګمارل دافغانستان په چارو کې دروسانو بربنډه لاس وهنه یاده کړه مجلس يې ترک کړ، او هیواد ته راستون شو. محمد داودخان داسلامي هیوادونو سره اړیکې ټینګې کړې او داسلامي هیوادونو دبلا عوضه مرستو ډاډ يې تر لاسه کړ.
دا او دکمونستانو ددندو دلرې کول چې روسانو ته دزغم وړ نه وو؛ نو ځکه ۱۳۵۷ کال دثور په اومه خونړۍ کودتا وکړه چې په ترڅ کې يې د داود خان دکورنۍ ۱۷ غړي ووژل شول او دوینو بهولو پراخه لړۍ پیل شوه. ددې کودتا په لومړۍ ورځ په سلګونو افسران او عسکر ووژل شول، ددې کودتا تر شاه ستره موخه د روسانو دګټو ساتنه وه هغوى وکولی شول، چې دهیواد دچارو واګې پخپل لاس کې ونیسي.
د هیواد ترټولو ستر او نه جبیره کیدونکی زیان چې ترننه يې موږ لالهانده کړي یو، دهیواد د استقلال لوټل وو چې هیواد يې در په درد او دنه اټکل کیدونکو ستونزو سره يې مخ کړو. ددې کوتا وروسته دکمونیزم ایډیالوژي دخپرولو مبارزه په افراطي توګه پیل شوه. ددې ایډیالوژۍ نه منونکو څخه په افغانسان کې دژوند کولو حق سلب وو. پدې اړه دلایلو ته به لږ وروسته سر ورښکاره کړو: دا کودتا دروسانو په لارښوونه او دستور تر سره شوه پدې اړه استاد شهسوار سنگروال ((افغانستان دمعاصر تاریخ په رڼاکې)) کتاب په ۴۹۸ ص کې لیکي: [ببرک کارمل چې کله دواک په ګدۍ کیناست دیوې هندۍ ورځپاڼې چلونکي سره په مرکه کې ویلي دا انقلاب دروسانو غوښتنه وه، همدا راز د کى جیي بي یو مامور چې په امریکا کې سیاسي پنا اخیستې دکودتا په اړه وايي: کله چې محمد داود خان دخیبر د وژلو وروسته کمونستان ونیول، دوی دمسکو دسفارت سره اړیکه ونیوله سفارت ورته ویلي و که دوی په کودتا لاس پورې کړي مسکو به يې مرسته وکړي[٢].
پدې اړه د ډیرو نقلي دلایلو دشتون تر څنک عقلي دلایل ګواهي ورکوي چې کمونستانو روسانو ته دخپل هیواد ورکولو او دهغوی دګټو خوندي کولو لپاره په هیواد کې دا اور بل کړ. دوى دا په ګوته کولى شي چې د هیواد لپاره يې کومه رغنیزه برنامه لرله؟ داودخان چې کومې طرحې دهیواد دښیرازۍ لپاره چمتو کړې وې هغه لکه د داود خان جسد تر خاورولاندې شوې، د تامل وړ بدلونونه رامنځ ته شول د هیواد اساسي قانون لغوه شو، ځاى يې داسې فرمانونو ونیو چې دټولنې دجوړښت سره يې په هیڅ صورت اړخ نه لګولو، دهیواد ملي بیرغ په سور رنګه بیرغ بدل شو، ملي سرود بدل شو، دښونځیو نصاب بدل شو ، په ښونځیو کې د نر او ښځو درقص او نڅا کنفرانسونه پیل شول، چې ګوندي کمونستانو به پکې لستوڼي ویستلي وو. داسي نامناسب بدلونونه رامنځ ته شول چې هیڅکله دافغان متدین ولس ته دمنلو وړ نه وو، دلیلن کبیر کلمه چې هیڅکله افغانانو ته دمنلو نه وه د هرې بیانيې په سر کې استعمالیده: درود په لیلن کبیر او د اسلامي مقدساتو سپکاوی دوی ستر ویاړ د ځان لپاره ګڼلو، لمونځ ته سپورت وویل شو.
د مسلمانانو سپکاوی يې کاوه ښځې يې دشرابو او دنڅا محفلونو ته وړلې او هرچا به چې ددوی په داسې محفلونو کې ونډه نه اخیسته، له هغه د اخواني، اشرار او فیوډال په تور تورنیده، بیانو دیو ناڅرګند برخلیک سره لاس او ګریوان وو. دملت په وړاندې يې پراخه جګړه پیل کړه، په لومړی سر کې علمي او اکاډمیکو اشخاصو پیل وکړ، چې دهیواد د صدراعظم محمد موسى شفیق، سید وحید، عبدالله او وفیع الله په شمول يې ۱۷۰ ارکان حرب او علمي څټو په وژلو يې دا لړۍ پیل کړه، دجاندارم عمومي قومندان حضرت محمد ابراهیم يې دکورنۍ د۱۷ غړو دماشومانو او ښځو په ګډون تري تم کړ[۳]. کمونستانو چې دملت وژنې لپاره کومې طرحې چمتو کړې وې، په پرلپسې توګه دماخذ دیادولو سره ترینه یادونه کوو: داګسا جاسوسي سازمان يې دشکنجې په عصری وسایلو سمبال کړ، دشکنجو او ربړونو لپاره يې دولتي پخوانۍ جوړې شوې ودانۍ ځانګړې کړې، چې د صدارت، کورنیو چارو وزارت، دفاع وزارت، هوايي ډګر او د چهارصدو بسترزیرزمیني، چې پدې کې به له بندیانو په ژوندوني، څرمن ویستل کیده؛ نوکان به ترینه ویستل کیدل او دروسي متخصصینو په ملتیا به له بندیانو څخه وینه او ګردې ویستل کیدې او د پیک کیدو وروسته به مسکو ته استول کیدې .