د سردار داود خان اووه کلن اقتصادي پلان او د ثور کودتا اغيزې

دافغانستان معاصرسياسي تاريخ د نفوسو له لږوالي سره سره د پېښو او واقعاتو له پلوه يو ډک او شتمن سياسي تاريخ دى، چې د ګاونډيو هيوادونو له سياسي تاريخ سره کاملاً توپير لري. د تاريخ او جغرافيې پوهانو افغانستان د استعمارګرو ځواکونو د تګ او راتګ ستراتيژيک پُل، د ورېښمو د لارې د تقاطع ځاى، د نړۍ بام، د هنـد د دروازې، داسلامي نړۍ د ختيځې دروازې، د تمدنونو څلورلارې، د نړيــوالې سوداګرۍ د لويې لارې او ځينو نورو د آسيا دزړه په نومونو سره نومولىدى.
 
دا چې تل افغانستان د جيوپوليټيک ارزښت څخه برخمن ؤ؛ خو دغې ځانګړتيا له ځان سره دوينو ډکې پيښې او کړکېچونه هم لرلي دي، ځکه افغانستان د خپل حساس او ستراتيژيک موقعيت په لرلو سره تل د لويو قدرتونو ترمنځ د سيالۍ او جګړې په ډګر بدل شويدى. دا ځکه چې د اسيا او اروپا سترو امپراتوريو همېش دا هڅه او مينه درلوده، چې هند ونيسي؛ خو کله به چې د يرغلګرو هېوادونو لخوا د هند ځينې برخې ونيول شوې؛ نو ده غه د ساتنې فکربه ورسره پيداشو. په منځنۍ آسياکې دروس شاهي تزاري دولت د يوې فعالې امپراتورۍ په شکل په چټکتيا سره وده کوله، او هيله يې درلوده، چې ګرمو اوبو ته ځان ورسوي، چې پدې سره د بريتانيې چې هغه مهال يې په هند کې د نفوذ لټه کوله؛ حساسيت نورهم زيات شو، او د روس لخوا خطر او ګرمو اوبو ته د رسيدو هيله نوره په واقعيت بدله شوې وه، چې د همدې موخې لپاره يې په افغانستان کې مداخلې پيل او بالاخره د خپلو لاسپوڅو په لاس يې د ١٣٥٧لمريز کال د ثور مياشتې په اوومه نيټه د يوې کودتا په ترڅ کې افغانستان لومړنى جمهوريت راوپرځاوه.
 
د افغانستان په معاصر تاریخ کې د ثور اوښتون او د لومړني جمهور رئیس سردار محمد داؤد خان د جمهوري حکومت ړنګیدل په هیواد کې د بیلابیلو بدبختیو او کړکیچونو پیلامه ګڼل کیږي. هغه اقتصادي او ټولنيز پلانونه چې سردار داودخان د هېواد د پرمختګ او ترقۍ لپاره په لاره اچولي وو، نيمګړي پاتې شول او هېواد مو د داسې بدبختۍ سره مخ شو، چې پايلې يې اوس هم زموم په ژوندانه کې ليدل کېږي. مخکې له دې چې د سردار داود خان د اووه کلن اقتصادي پلان تشريح کړو، لومړى به د داود خان لنډه پېژندنه او واک ترلاسه کولو په اړه معلومات وړاندې کړو.
 
داودخان څوک و؟:  سردار محمد داود خان د سردار محمد عزيز زوى، د سردار يحيى خان لمسى او د پاچا محمد ظاهر شاه د تره زوى او اوښى دى، چې په کال ١٩٠٩م کې په کابل کې زيږېدلى دى. نوموړى لاځوان ؤ چې پلار يې دبرلين (آلمان) د سفارت د ماموريت په وخت کې د يو محصل لخوا ووژل شو.سردار داود خان په کال ١٩٣٣م کې د  پاچا محمد ظاهر شاه له خور ميرمن زينب سره واده وکړ. اووه بچيان يې درلودل چې څلوريې لوڼې او درې يې زامن ؤ. داود خان د ښو اخلاقواوټينګ عزم څښتن ؤ، چې بچيان يې هم دپلارپه شان دنيکو اخلاقو څخه برخمن وو. سردار داودخان د افغانستان سره ډېره مينه دلوده، تل به يې جريدې، ورځپاڼې او مجلې لوستلې تر څو د ورځنيو پېښو څخه خبر شي، ډېر وخت يې په اداري او سياسي موضوعاتو کې تېراوه. سردار محمد داوود خان د ودې او پرمختګ پلوی و او هڅه یې کوله چې، افغانستان په سیمه کې د یوه پیاوړي هېواد په توګه مطرح شي. هغه ښه سیاست پوه او ملي شخصیت و او هلې ځلې یې کولې چې؛ د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونه په رښتیا هم ملي او پیاوړي وي.
 
داودخان څنګه واک ته ورسېده؟
د ١٣٤٣ل کال د اساسي قانون ۲۴ مادې د موادو په اساس د پاچا د کورنۍ هر غړی د صدارت څوکۍ ته له رسېدو بې برخې شو. د دیموکراسۍ د لسیزې په لس کلنۍ دوره کې اجرائیه قوه د پنځو صدراعظمانو (ډاکتر محمد یوسف، محمد هاشم میوندوال، نور احمد اعتمادي، ډاکتر عبدالظاهر او محمد موسی شفیق) له خوا په خپل وار سره اداره او رهبري شوه. د ډاکتر محمد یوسف د صدارت دوهمه دوره په ۱۹۶۵م کال کې تر ټولو لنډه دوره وه، چې څلور ورځې یې دوام وکړ. سردار محمد داود خان په دې وپوهيده، چې د ټاکنو له لارې يې واک ته رسېدل ناشوني شول، د اړتيا او واک ته رسېدو لپاره يې په پوځ کې يوې ډلې له ځان سره ملګرې کړ او د  ۱۳۵۲ل کال د چنګاښ په  ۲۶ مه  په دوو بجو د سردار محمد داؤد خان له لورې کودتا پېل شوه، او په پنځه ساعتونو کې یې د سلطنت کمپله ورټوله کړه. د سهار په اوو بجو د سردار محمد داؤد په وینا سره په هیواد کې سلطنتي نظام ړنګ او پر ځای يې جمهوري نظام اعلان شو.
 
د داودخان اووه کلن اقتصادي پلان:
د افغانستان د جمهوري دولت يو مهم اقدام د دولت د اوه کلن اقتصادي پلان جوړول و، چې دغه پلان په ١٩٧٦ز کال کې پيل او په ١٩٨٣ز کال کې پاى ته رسيده، په دغه پلان کې (٤٦٠٠) ميلونه ډالر پانگه په نظر کې نيول شوې وه، چې دپلان په پاى کې (٢٥٠٠) ميلونه ډالر عايد هېواد ته عرض کولاى شول. لاندې هېوادونو په دغه پلان کې دافغانستان سره مرسته کوله:ايران (١١٤١) ميلون ډالره، شوروي اتحاد (٥٧٠) ميلونه ډالره، سعودي عربستان (٦٣) ميلونه ډالره او ځينو نورو هېوادونو هم دافغانستان سره دمرستو وعده کړې وه. نوموړى پلان دکاغذ پرمخ له مخکينيو پلانونو څخه معقول او مکمل و، ځکه چې پدې پلان کې دنمايشي پروژو څخه صرف نظر شوى و او تمويل کوونکي منابع يې موثقې او د ډاډ وړ وې، خو ددې پلان تطبيق په دولتي اداره کې دپلان دتطبيق ادارې ناتواني او له حده څخه زياته اندازه په بهرنيو قرضو او مرستو باندې اتکاء درلوده، په ټولنيز پرمختيايي پروژو کې صنعت ته دلومړيتوب حق ورکړل شوى و، دنوموړي پلان ټول پيشبيني شوې پانګه په افغانيو ١٧٤،٤٢ مليارده وه، چې ددې جملې څخه ٦٢،١ مليارده (٣٦،١%) صنعت، کانونو او انرژى ته، ٣١،٥٠% مواصلاتو لپاره، ٧،٤%، دکرنې او اوبولګولو چارو ته او (٦)% ، ټولنيزو خدمتونو ته ځانګړې شوې وه.د ١٣٥٥ ل کال دپرمختيايې لګښت لپاره (٨٨٨٠) ميلون افغانۍ او ١٣٥٦ل کال کې بهرنى پور (٣٠٠) ميلونه ډالرو ته رسېده، چې دهغې جملې څخه (٧١،٢) ميلونه ډالره ايران، ٦٣،٩ ميلونه ډالره شوروي اتحاد، ٢،٣٠ميلونه ډالره دنړيوال بانک پرمختيايي اداري، ٣،٢٦ميلونه ډالره داسياپرمختيايي بانک، ١٧،٢ميلونه ډالره لويدېځ المان مرسته کړې وه، چې ٤١% پانګه د ١٣٥٦ل کال په اوږدوکې دصنعت او انرژۍ په برخه کې مصرف شوه.په ١٣٥٢ل کال کې دپانګې اچونې قانون جوړ شو اوپه هېوادکې يوشمېر کوچنۍ فابريکي هم جوړې شوې، دوخت په تيرېدوسره ٢٠٠ وړې او غټې فابريکې جوړې شوې چې ٤٠ زره کارګرانو په کې کار کاوه.په اوه کلن اقتصادي پلان کې لومړى دښوونې او روزنې په ډګرکې لومړنيو، منځنيو او ليسوپه کچه ښوونځيو جوړول، په هرات کې دپوهنتون تاسيس او دننګرهار پوهنتون پراختيا په پام کې نيول شوې وه، دينې مدرسې چې تردغه مهاله په شخصي ډول دخلکو لخوا اداره کېدلې، دپوهنې وزارت پورې اړه ونيوه، دسواد زده کړې کورسونه هم جوړ شول.دهېواد په مختلفو سيموکې دسرکونو اسفالت ته اقدام وشو، دمزارشريف، شبرغان ، ميمنې او هرات دسرکونو په کار پيل وشو، داوسپنې پټلۍ سروې چې دهرات څخه ترکندهار او کابل پورې، دلښکرګاه څخه دايران ترسرحدپورې او دکندهار څخه ترسپين بولدک پورې او دکابل څخه دلوګر دعينک دميسو تر کان پورې او دکابل څخه ترحاجي ګک داوسپنې کان پورې غزول کېدې او ټول ١٨١٠کيلومتره کېده تکميل شوې وه او هغه سرک چې کابل يې دهزاره جاتو دلارې دهرات سره وصل کاوه کاريې پيل شوى و.د اوه کلن اقتصادي پلان په پايله کې ٨٣ زره هکتاره ځمکه دزراعت لپاره اماده کېده. دهېواد هوايي ترانسپورت په برخه کې دلوګر په نړيوال هوايي ډګر علاوه لس نور واړه هوايي ميدانونو جوړيدل په نظر کې نيول  شوي و. پدغه پلان کې په نظر کې نيول شوې و، چې دلګښتي موادو يوشمېر فابريکې لکه دټوکر جوړولو قندجوړولو، سمينټ جوړولو او داسې نورو نړيوالو ټولنو په مالي مرستو او پور باندې جوړ کړاى شي او بنسټيز صنعت لکه: دبرېښنا، نفتو او دډبرو دسکرو صنعت به پراختيا ومومي.دايران حکومت دخپلې ژمنې له مخې لس ميلونه ډالر د بې بديله مرستې په بڼه دپام وړ پروژو دسروې او جاجونې په غرض دافغانستان حکومت په واک کې ورکړې، داوسپنې پټلۍ غځولو او دلښکرګاه او زاهدان ترمنځدسرک دتيرولو دکار څېړنه او ارزونه چې ټاکل شوې وه، دنوموړي دولت په مرسته به جوړېږي له همدې مدرک څخه په پلان کې تر لاس لاندې ونيول شو.په ١٩٧٤م کال سردارمحمدنعيم خان شوروي اتحاد ته سفروکړ، چې ددغه سفر په نتيجه کې شوروي اتحاد دافغانستان سره دنورو مرستو وعده وکړه، ١٩٧٤ م کال دنومبر په مياشت کې دامريکا خارجه وزير هندى کسلجر کابل ته سفر وکړ او امريکا هم دمحمدداودخان دجمهوري دولت سره ډيره مرسته وکړه، په ١٩٧٨م کال سردارمحمدداودخان دليبيا، يوګوسلاويا، هند، پاکستان، کويټ، سعودي عربستان او مصرهيوادونو ته سفرونه وکړل، چې په هر هېوادکې يې دمرستو غوښتنه منل کېده.سردارمحمدداودخان علاوه دپورته يادشوي هېوادونو يو شمېر نورو هېوادونو څخه هم مرسته ترلاسه کړه.په ١٣٥٥ل کال يې چکسلواکياڅخه ٨،٢٦ميلون ډالره، ديوګوسلاويا دانکارشرکت لخوا ٢٣٨،٦٦٠ميلون ډالرو په ارزښت دځينو فابريکو جوړولو وعده اخيستې وه.
 
پر اقتصادي پلان د ثور کودتا اغيزې:
د سردار محمد داودخان لخوا اوه کلن پلان يوه خورا لويه پروژه وه، چې د ثور اوښتون يې مخه ډب کړه. پدغه پلان کې دصنعت او کرنې پرمختګ، دسرکونو او داوسپنې دلارو جوړول، دکانونو ايستل، سوداګرۍ لپاره داسانتياوو برابرول، دينې مدرسو، ښوونځيو او پوهنتونونو جوړول ، دښځو دژوند دښه کولو لپاره موسسې، دبې سوادۍ کورسونه جوړول په پام کې نيول شوي و. که چېرې دغه پلان په بشپړه توګه عملي شوى واى نو په پوره باور سره به زمونږ په ټولنه کې دخلکو دژوند په سطحه کې بدلون راغلى واى،خو متاسفانه کمونستي کودتا د ياد پلان پر عملي کېدا کې يو لوى خنډ شو. د ثور خونړۍ کودتا چې د افغانستان د ويجاړۍ پيل بلل کېږي، د داودخان خان اووه کلن اقتصادي پلان يې چې د عملي کېدو چارې يې پيل شوې وې، نيمګړى پرېښود او په هېواد کې داسې ناورين پيل شو، چې تر اوسه يې اقتصادي، سياسي، ټولنيزې او کلتوري اغيزې پر ځاى پاتې دي.
 
ماخذونه: ١-محمدکريم عطايي ((شهيدسردارمحمدداودخان  او د چنگاښ د ٢٦مې نيټې پاڅون))، ٢-عبدالصمد غوث ((د افغانستان سقوط))، ٣-عبدالغفار فراهي ((افغانستان د ديموکراسۍ په کلونو کې))، ٤-مستعلي خان نيازى (دسردارمحمدداودخان سياسي ستونزې)).