کرایي خیاط څوک دی؟

که غني، دغني ښځې، د غني مور د غني لور ته کنځل وکړم، خو بیا هم نه کنځلمار یم نه کرایي خیاط.

که د وسني نظام د نسکورېدو هڅه وکړم نو بیا هم نه کنځلمار یم نه کرایي خیاط.
که د غني پر لاسته راوړنو سترګې پټې کړم او د هغه د حکومت دوره ناکامه او فاسد یاد کړم بیا نه کنځلمار یم نه کرایي خیاط.

که ملي او هیوادنیو کټو ته ژمنو شخصیتونو نه بد رد ووایم او دوی خاینين یاد کړم بیا نه کنځلمار یم نه خیاط.

خو
که حقیقت وایم پیاز ته پیاز، کچالو ته کچالو وایم او د خپلو ملي او امنیتي ځواکونو، ملې ګټو ته د ژمنو مشرانوستاینه کوم او د خپل نظام او ملي ګټو ملاتړ کوم بیا فیسبوکې کنځلمار او کرایي خیاط یم.

بیا دا راته ویل کېږي چې دا کس د دې ملاتړ په خاطر پیسې اخلي او یا هم میاشتنۍ معاش اخلي
خدای ته وګورئ.

په والله او بیالله که تر اوسه راته چا یوه روپی هم راکړې وي چې ته یو پوست وکړه او یا یو څه ووایه.

وجدان راته دا اجازه نه راکوي چې پر حقیقت سترګې پټې کړم زه به یې وایم او ته راباندي ټاپه لګوه موږ د هغو بیغیرته مشرانو نه چې خپل ناموس عزت او ملي ګټې یې پر نورو د څو روپیو او چوکۍ په بدله کې خرڅ کړو او خرڅوي یې دا نه دي زده کړې چې د خپل هیواد سره دي خیانت وکړو.

موږ له همدغو بغدادي پیرانو نه کافي تجربه لرو.
اوس ځوانان خپل خه او بد خه پېژنې هغه دوره تېره شوه چې ملکانو، ملایانو او مشرانو به که بد هم کول نو خه به ورته ویل کېدل.

دا چې د پوهنتون استاد یې نو خدای نه یې، دا چي د سیاسي حذب مشري مو درکړې نو خدای نه یې.

دا چې یو وخت ځوانانو واک درکړی وه نو دا په دې معنا نه ده چې په هرڅه به زما نه خه پوهېږې ، اوس ټول ځوانان په دې پوهېږي چې خاین څوک دی.

د پوهنتون استادانو مخي ته دي دي دیوال وي په تاسو کې هم داسي کسان شته چې هر شي ته خوله اچوي.

خه به دا وه چې هر چا به په خپله برخه کې کار کولای
موږ هغه ناشکره وګړي یو چې که خدای راته د هیواد د پرمختګ او ابادي لپاره د اسمان نه بیل پیغمبر هم را ولېږي نو موږ به یې مخالف یو.

دا د افغانستان د یوې برخي وګړو عادت نه چې، پر همدې برخه پیسې تر لاسه کوي چې خه ته بد او بد ته خه ووایي.

دوی چې کله هم خپلو بادارنو او د دې هیواد دښمنانو ته مراجعه کوي نو.
ورته یې ویل مشر دي ټاکم خو په خپل وطن کې
شر جوړوی شې او کنه خبره پاکه خه ده.
دوی د ځان مجبوریت ګڼي چې د خپلو بادارانو پروژې پلې کړي
هغوي چې په هیواد کې بیځایه نیوکې کوي او زینو قومي او ژبنیو موضوعاتو ته لمن وهي هغوی ملامته نه دي.

ځني داسي کسانو او ادارو د کرزي له دورې له دولتي چوکاټ نه پیسې تر لاسه کاولې چې همدا پیسې بیرته د نظام او ملي ګټو پر ضد استعمالېدلې ، تر ډېره مو هغه پیسې چې د نړی په بیلابیلو ستېجونو د کرزي په ژړاګانو تر لاسه کړي وې، یوه برخه یې بیرته له هېواده ووته ، او یوه برخه په ځینو زورواکو او سیاسي مشرانو په میاشتني ډول ویشل کېدې.

چې دا پروسه د غني د حکومت په دویم او دریم کال کې بنده شوه، د زورواکو پر وړاندي جدي اقدامات وشول او ډېر لوړپوړي چارواکې چې چا یې فکر هم نه کاوه څارانوالۍ ته ور وپېژندل شول.

نو پر دې سیاسي کسانو او زورواکو هغه پخوانۍ مزې او چرجې بندي شوې نو دا سیاسی کسان او زورواکي که د ګاونډیانو نه پنډ اخلي هغه مجبوره دی چې د ګاونډیانو پروژه پلې کړي
خو د دوی بهترینه پروژه په ځوانانو کې د نظام خلاف ذهنیت جوړونه او د ملي فکر لرونکو ځوانانو بدنامول او د کنځلمار یا خیاط ټاپه پري لږول دي.

خو اوس د دې وګړو پروژه ځکه په ښه ډول نه عملي کېږي چې غني تر یو حده د امان الله هغه هیله پوره کړه چې د ځوانانو پر ذهنیتونو یې کار کاوه، اوس ځوانان په دې پوهه شوي چې ملي ګټې څه ته وایې او دښمن په افغانستان کې د څه په لټه کې دی.

همدا راز ځوانانو بغدادي پیران خه پېژندلي ، اوس له دې تور څخه نه ویرېږي چې بغدادي پیران به یې د کنځلمار یا خیاط په نامه یاد کړ.

په وروستیو کې دا وایم چې موږ ځوانان نور هیڅ نه خطا کېږو موږ اوس پوهېږو چې په ولاړو نوماندانو کې داسي څوک وټاکو چې د هیواد چاري دي په ښه ډول سمبال کړي، او هغه کسانو ته کله هم وخت نه ورکوو چې دا هیواد به د بحران په لور بوزي او خلاصې دروازې به بیرته راباندي وتړي.

ټول په دې پوهېږي چې غني تر کومه بریده کار کړی دی ، که خه وي بیرته به مو همدا ولسمشر وي که نه وه یو بل ته به وخت ورکړل شي چې وه یې ازمایو، خو که د غني مخالفین په سوشل میډیا کې یو پوسټ هم کوي بیرته په دې پښیمانه وي چې ولي مي داسي وکړه.

ځکه د ځوان کهول د سختو نیوکو سره مخ کېږي. خو د غني مخافین بیا دا بل ډول تعبیر کوي
ګواکې غني دې ټول فیسبوکې اکاونټونو ته میاشتنی معاش ورکوي. د غني مخالفین په دې پوهېږي چې غني بریالی دی ځکه د ځوان کهول لپاره یې او د افغانستان لپاره یې ډېر څه کړي نو دوی هڅه کوي چې د غني پلویانو ته د کرایی خیاط، ټامیان، او کنځلمارانو نوم ورکړي.