د سولې په پلمه، د ګاونډ مداخله

سوله ژوند دی، سوله د انساني فطرت او مسؤلیت تقضا ده ، سوله د نړیوال امنیت او عامه نظم د ټېنګښت دپاره اشد ضرورت دی، سوله پرمختګ او نیکمرغي ده، بنأ هر هغه دولتونه، سازمانونه، سیاسي لوبغاړي او متنافذین چې زموږ سره د ریښتیني او سپېڅلي سولې په راوستو او ټېنګښت کې مرسته او یاهم هلې ځلې کوي، ټول سیاسي او ډېپلوماټیک وصول، قواعد او نزاکتونه مراعت کوي منندوی یو، د احسان او دوستۍ یې ځانونه پوروړي بولو، خو برعکس که پاکستان، روسیه، ایران او یاهم کوم بل سیمه ايز او ګاونډي هېواد په د موخه هڅې کوي چې په افغانستان کې په خپله نا مشروغ مداخله، شومو اهدافو او مکارو پلانو د سولې سپېڅلي څرمن (پوست) اغوندي او د سولې له سپېڅلي نوم څخه سؤ استفاده کوي او یاهم زموږ په نظام او دولت خپل پوج، ګوستاخ نظریات او غو ښتنې تحمیلوي.

چې عواقب یې د افغانستان بربادي او یو ځل بیا افغانستان د څو لسیزو پخوا سرناوشت او عواقبو سره مخ کوي، نو دا ډول مضره سوله موږ ته د منلو او زغملو وړ نه ده د ملګري میلتونو څخه هم جدا هیله کوو چې باید هغه اشتبهات په افغانستان کې بیا تکرار نه کړي چې په نویمو ۹۰..... کالونو کې یې ترسره کړي وو، د دې تر څنګ په ملګرو میلتونو او په ځانګړي ډول په امریکا هم غږ کوو چې د افغانستان د سولې قربانیو کریډېټ د زموږ ځیني امسیأ او ګونډیو هېوادونو ته نه ورکوي ځکه چې مالي او ځاني قرباني افغانان ورکوي د سولې مذاکرات او فروسیجر باید بېن الافغاني وي ، زموږ سوله باید د هېڅ ، نظامي او ترهګریز ګواښ سره مواجه او متاثره نه وي.