د غوايي اوومه (۷) او اتمه (۸)؛ څه توپير يې ترمنځ؟ ګټې، زيان او اغېز يې!

د غوايي اوومه (۷) او اتمه (۸)؛ څه توپير يې ترمنځ؟ ګټې، زيان او اغېز يې
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
له نن څلوېښت کاله وړاندې په افغانستان کې د سردار محمد داوود خان په مشرۍ جمهوريت وو. داوود خان په سوله ييز ډول د افغانستان د پيړيو شاهي نظام په جمهوريت بدل کړ. د غوايي اوومې ڼېټې وړاندې د داوود خان د حکومت دننه دوه ډلې کسان ؛ چې يو يې کمونيستي او ديموکراتيکه او بلې يې سخت دريځه اسلام پاله مفکره درلودله، رامنځ ته شوې.

دوی د هېواد دننه او له هېواده بهر د داوود خان د رژيم پر وړاندې تخريب پيل او هڅه يې کوله چې حکومت يې رانسکور کړي. له ډېرو هڅو وروسته د خلق په نوم سياسي ډله د پخواني شوري يووالي په ملاتړ بريالۍ شوه، چې په ۱۳۵۷ل کال کې د غوايي مياشتې په اوومه نېټه د سردار محمد داوود خان رژيم له منځه يوسي.

د غوايي اوومې ته يې ملاتړي او تر سره کوونکي پاڅون يا انقلاب وايي خو مخالفين يې بیا خونړۍ کودتا يادوي. په ياده دوره کې روسان افغانستان ته راغلل او د نظام د ملاتړ په نوم يې پوځيان را دننه کړل. دغه چاره د يو شمېر افغانانو له غبرګون سره مخ شوه، ګډوالۍ يې وکړې او د روسانو او د وخت د حکومت پر وړاندې يې د جهاد په نوم وسله واله جګړه پيل کړه. دغه جګړه د ‍۱۴ کالونو لپاره له ۱۳۵۷ پيل بيا تر ۱۳۷۱ پورې راغلله.

په مېلېونه افغانان، د کمونېست، خلقي، پرچمي، مجاهد، اشرار او نورو نومونو ووژل شول، معيوب شول او ژوند يې له درد ډک شو.

د غوايي مياشتې په اتمه نېټه (۱۳۷۱) کال کې د مجاهدينو له خوا د افغانستان اسلامي دولت په نوم حکومت جوړ شو او د پنځو کالونو لپاره يې هم په خپلو کې سره نښتې وکړې او هم يې د تېرو حکومتونو يو شمېر کسان له منځه يوړل.

د روهي خبرې کوي يا Rohi Talks په دې اونييزه خپرونه کې په لاندې مسايلو خبرې وکوو:
۱- د غوايي اوومه او اتمه سره څه توپير لري؟
۲- دواړه ورځې د افغانستان په تاريخ کې په کومو نومونو ثبت شوې دي؟
۳- د غوايي اوومې او او اتمې کوم اغېز اوس هم پر ولس پروت دی؟
۴- له تېرو ۴۰ کالونو بيا تر نن؛ افغانانو د چا په پار جګړه کړي؟
۵- ولس دې د ثور له اوومې او اتمې بايد څه زده کړي؟

تاسو د روهي وېب پاڼې ګران لېدونکي او لوستونکي هم کولی شئ، چې سر له اوسه په کمېنټ کې راته خپل ليدلوري، نظرونه او شننې ولېکئ او يا هم سبا (نۍ/د غوايي مياشتې اوومه نېټه د ماښام له ۸:۰۰ څخه تر ۸:۳۰ بجو پورې) په ژوندۍ بڼه راسره برخه واخلئ.