
ياددښت:
(د حمزه قاتل) هغه په زړه پورې ناول دي ، چې مصري ناول ليکونکي( نجيب الکيلاني) ليکلي او حميدالله محمدشاه پښتو ته ژباړلي. روهي ويپاڼه غواړي دغه مشهور ناول په پرله پسې دېرشو برخو کې ، هره اونۍ يوه برخه خپلو ګرانو لوستونکو ته وړاندې کړي ، هيله ده چې ستاسو د خوښۍ وړ وګرځي .
د ليکوال لنډه پېژندنه:
نجيب الکيلاني
د اوسمهالي اسلامي ادب مخکښ، کره کتونکي او شاعر( نجيب الکيلاني ) د عبداللطيف زوي او د ابراهيم لمسي په (۱۹۳۱ز) کې د مصر د طنطا ولايت په شرشابه نومې کلي کې نړۍ ته سترګې وغړولي، لومړنۍ زده کړې د کلي په سنباط ښوونځي کې ترسره کړي بيا د طنطا له زراعتي ليسې څخه فارغ شو، په ۱۹۵۱/۱۳۷۰ز کې د قاهرې پوهنتون طب پوهنځي ته ومنل شو، په ۱۹۵۵م /۱۳۷۴ل چې د پوهنځي وروستې کال يې وو، زندان ته ولېږدول شو، چې وروسته بيا د ۱۹۵۹ز/ ۱۳۷۳ل په نيمايي کې د خراب روغتيايي حالت له امله راخلاص شو، بيرته د طب پوهنځي ته ورستون شو او په همدې کال ترې فارغ شو، د مصر په روغتون کې د ډاکتر په توګه وګومارل شو، په ۱۹۶۵ز/ ۱۳۸۵ل کې بيا زندان ته ولېږدول شو او د ۱۹۶۷ز ماتې پورې په زندان کې وو.
ارواښاد کيلاني په (۱۹۶۰ز) کې د مصر د راديو د مشهورې وياندې نفيسه شاهين له خور کريمه شاهين سره واده وکړ، لوي څښتن ورته درې زامن داکتر جلال ، انجينر حسام او محمود اويوه لور عزه ور په برخه کړل.
کله چې يې (الطريق الطويل/ اوږده لار) نومې ناول د مصر په کچه د جايزې وړ وبلل شو، جمال عبدالناصر په ۱۹۵۷ز/ ۱۳۷۶ل کې له زندان څخه راوغوښت تر څو خپله جايزه تر لاسه کړي، پر همدغه ورځ بېرته زندان ته ورستون شو. لس کاله يې د جمال عبدالناصر په زندان کې تېر کړل، کله چې ازاد کړلې شو، مصري چارواکو يې شتون ونه زغماه، خليج ته د ژوند د پاتي شيبو د تېرولو له پاره مسافر شو.
د شلمې پيړۍ په نويمه لسيزه کې مصر ته راستون شو، او د فکر، اسلامي ادب او تاريخي ناول پرليکل يې پيل کړل، د کتابونو شمېريې اويا ته ورسيده ، چې له هنري او ادبي ځانګړنو څخه برخمن وو، لوستونکو يې کتابونه خوښ کړل ، يو شمېر بهرنيو
ژبولکه انګليسي ، فرانسوي ، ترکي ، روسي اردو، فارسي چينايي ، اندونيسايي ، ايټالوي او سويدي ژباړل شوي .
د مسلمانو ولسونو په اړه يې د ناول ليکلو لړۍ له ( ليالي ترکستان/ د ترکستان شپې ، عمالقه الشمال/ د شمال اتلان ، عذراء جاکرتا/ د جاکرتا پيغله ، الظل الاسود/ تورسيوري) او د ( عمر يظهر في القدس / عمر په قدس کې څرګنديږي) نومې ناول کې يې له ادبي خيال سره اسلامي تاريخ ورګډ کړي، په دغه ناولونو کې د اسلامي فرهنګ جوت دي (الطريق الطويل / اوږده لار ، ارض الانيباء/ د نبيانو ځمکه، نورالله ، قاتل حمزه/ د حمزه قاتل، نابليون في الازهر/ باپيلون په ازهر کې، النداء الخالد/ تلپاتي چيغه، رحله الي الله / الله ته ورتګ ، اليوم الموعود/ ټاکلې ورځ ، ارض الاشواق/ د شوق ځمکه ، حاره اليهود/ د يهودو کوڅه )
د ارواښاد نجيب الکيلاني ادبي او دناول ليکنې يون پرڅلور پړاونو ويشلي شو :
۱- رومانيتک پړاو، دغه پړاو يو شمېرهغه ناولونه په بر کې نيسي چې نجيب الکيلاني يې په ترڅ کې د خلکو له اندېښنو او ټولنيزو ناخوالو په اړه غږيدلي لکه بيوزلي ، ناپوهي ، ناروغې....... له دغه ټولو ستونزو سره يې عاطفه ، خيال او سرکښه هيلې هم ورګډې کړي بيلګه يې ( اوږده لار ، توپاني پسرلي ، سوځيدلي ، په تياره کې ، د کلي پيغله ، د سولۍ کوتره ، د مريي شپه ........
۲- تاريخي پړاو، په دغه پړاو کې ارواښاد کيلاني له نبوي سيرت او اسلامي تاريخ څخه الهام اخيستي دي ، هڅه يې کړي چې له تاريخ څخه د اسلامي تمدن فعاله او کارنده څيرې په ادبي بڼه انځور کړي ، نورالله ، د حمزه قاتل ، ناپليون په ازهر کې ، تلپاتي چيغه ، د شيطان سر ..... يې ښې بيلګې دي .
۳- استشرافي : په دغه پړاو کې نجيب الکيلاني له عربي نړۍ بهر د هغه مسلمانو ولسونو چې په منځنۍ اسيا ، شوروي اتحاد ، چين ، اثيوبيا ، اندونيسيا ، نيجريا کې مېشت دي غږيدلي او له حکومتونو سره يې د دوي ستونزې او ناخوالې انځور کړي ، له دغه ناولونو څخه کيلاني موخه دا وه چې عربان د دوي له ستونزو څخه خبر کړي، بيلګه يې د ترکستان شپې ، تور سيوري ، د جاکرتا پيغله ، د شمال اتلان .
ارواښاد نجيب الکيلاني د مرګ تر ورځې ډيرې ناخوالې وليدي ، دا هر څه يې په ډيره ميړانه وزغمل ، د ۱۹۹۵ز د مارچ پر اوومه په مصر کې له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړي .