د افغانستان فوټبال لوبډله تاجکستان ته ځي

روهي (څلورنۍ/۴ د غوايي)،د هېواد فوټبال فدراسيون وايي چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د يوې دوستانه لوبې په پار تاجکستان هېواد ته ځي.

لوبه دوستانه ده او د تاجکستان په دوشنبې ښار کې کيږي. د يادونې ده چې د افغانستان فوټبال فدراسيون کې د جنسي ځورونو له موضوع وروسته، د فوټبال په وضعيت بد اغېز پرېوتی دی.