۲۰۱ سېلاب قول اردو: کاپیسا ولایت کې د یو قومندان په ګډون ۴ طالبان وژل شوي دي

روهي( درې نۍ/۳ د غوایي )، د ۲۰۱سیلاب قول اردودریمی پلی لوا منسوبانو له ګډو امنیتی ځواکونوسره یوځای دیادې لوا قومندان ډګروال عبدالقادر(روستائی) په مشرۍ دکاپیسا ولایت نجراب ولسوالۍ افغانیه درې کې د وسلوالوطالبانو دیوتن سیمه ییزقوماندان میوه ګل په ګډون (۴) تنه وسله وال طالبان وژل شول.

د ۲۰۱ قول اردو له قوله په دغو عملیاتو کې افغان ځواکونو او ولسي وګړو ته کړم زیان نه دی اوښتی.
 
وسله والو طالبانو تردې دمه د دغې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.