انځورګره

څه لوی هنر د ژوند دې په لاسو کې انځور ګره
دا څه دې پنځولي په تابلو کې انځور ګره

بس زه درنه همدغه تصویر غواړم راته ګوره
دا څه چې مې ښکاریږي په لیمو کې انځورګره

ښه شپه وي خاموشي وي په اسمان کې راڼه ستوري
بیا راز دماښام څه وي په ډیوو کې انځور ګره

ته دغه شیبه وتړه د خپل هنر په ګوتو
هغه چې شاته وګوري په تلو کې انځورګره

مرمه سیا چاه کې یو د لمر تصویر رالیږه
ژوند مې ټول تیریږي په تیارو کې انځورګره

ډیریمه پیښمانه ما خو نه غوښتل خو وشول
چاپ ېې د غاښ ښکاري اننګو کې انځورګره

دسرو سرو ګلابونو په نازکو پاڼو څاڅکي
ته وا پاتې رڼې اوښکې دي بڼو کې انځورګره

دغه په سکوت باندې محکوم عمرخیل څه وايي
ته ېې لږ ګویا کړه په رنګو کې انځور ګره