
روهي (پنځه نۍ/۲۸ د وري)، د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د لور مريم غني يو مستند فلم روانه اونۍ په سانفرانسیسکو کې نندارې ته وړاندې شو.
د مريم غني دغه مستند فلم د شوري ملاتړو حکومتونو په وخت کې هغه پنځو فلمونو په اړه دی، چې بشپړ نه شول او چارې يې نيمګړې پاتې شوې.
نوموړې دغه فلم ته (هغه څه چې مونږ ناتمام پرېښودل) نوم ورکړی دی. په دغه فلم کې د افغانستان د سياست په شمول ټولنيزې او نورې برخې انځور شوې دي.
د يادونې ده چې مريم غني له هېواد بهر ژوند کوي او خپلې زده کړې يې د هنر په برخه کې تر سره کړې دي.