د اريانا سعيد په نوم يوې سندرغاړې هغه افغان ميرمنو او نجونو ته سپکاوی کړی چې اسلامي حجاب اغوندي

روهي (څلورنۍ/۲۸ د وري)، د اريانا سعيد په نوم د دري ژبې يوې سندرغاړې په يوې فېسبوکي وېډيو کې اسلامي او په ځانګړي ډول هغه افغان ميرمنو او نجونو ته سپکاوی کړی دی چې اسلامي حجاب اغوندي.

اريانا سعيد وايي چې حجاب اغوستونکې ميرمنې د پاکوالي خيال نه ساتي او همدا حجاب يې د وجود د بد بوۍ لامل کيږي.

نوموړې په خپلې وېډيو کې د سپکوي او بدو کلمو په استعفادې سره وايي چې سره دا دې چې يادې ميرمنې لمونځ کوي خو د نظافت خيال نه ساتي.

د اريانا سعيد د دغه خبرو پر وړاندې په ټولنيزو رسنيو کې سخت غبرکونونه راپورته شوي دي او د نوموړې دا ډول څرګندونې يې غندلي دي.

خلکو د اريانا سعيد څرګندونې د اسلام سپيڅلي دين اصولو او افغان ميرمنو ته سپکاوی بللی او د نوموړی په نيمه لوڅو جامو يې نيوکې کړې دي.