محتاط ته

تا خو څه غوښتل مګر په تته ژبه. تا څه ویل مګر په زړه کې دی پاتی شول. ته څه اوریدل مګر په مغشوش ډول. تا څه احساس کولو مګر باور دی پرې نه درلوده.

تا د ذایقې په خوند کې هم بې خوندي محسوسوله، ځکه چه ستا افکار و ستا په حواسو تاثیر اچولی و او تا ته چه کوم مهم مرض متوجه و هغه همدا چه مضر احتیاط دی کولو.

ستا مرض سودا وه، مګر تا به ورڅخه د پوهی تعبیر کولو، ځکه عواقب دې ښه نه شو سنجولی او کله یو څه خوش بین او خوش باوره هم وې.