کله چې شعبان د رمضان او رجب الحرام ترمنځ هغه مياشت ده چې ﺯياتره خلک ترې غافله او لا پروا وي، نو روژې نيول يې مسلمان ته د غفلت په وخت کې الله تعالى د بندګۍ کولو وياړ وربښى.
د غفلت په وخت کې الله جل جلاله د عبادت او بندګى کولو ګټورې پايلې:
لومړى: د نفلي عبادت پټول:
د يو مسلمان لپاره د نفلي عبادتونو پټول له ښکاره کولو ډير غوره دى، په تيره بيا روژه چې د الله تعالى او د بنده ترمنځ راﺯ دى ترڅو له رياکارۍ څخه وژغورل شي.
دا د سلفو تګلاره هم وه هغوى به خپلې نفلي روژې د ځان غوړلو، خوشبوى لګولو او ښايسته جامو اغوستلو له لارې پټې ساتلې تر دې چې ځينې سلفو څلويښت کاله روژه نيوله خو چا نه پيژند، باﺯار ته د تللو په وخت له کوره دوه ډوډۍ له ځان سره واخستلى، په دواړو به يې صدقه وکړه او روژه به شو دکور خلکو به يې ګمان کو چې ډوډۍ يې خوړلى او باﺯار خلکو به ګمان کو چې کور کې ډوډى خوړلى ده، دوى مستحب ګڼله چې داسې ځان څرګند کړى چې خپې روژې پټې وساتي،
ابن مسعود رصى الله عنه له ويل:" کله چې روژه په خوله سحر کړى نو ځانونه غوړ کړئ".
قتادة به ويل:" د روژه دار لپاره مستحب ده چې ځان غوړ اوبرابر کړى ترڅو د روژې غبار له ځانه ليري کړى".
دويم: د غفلت په وخت کې عبادت کول ستر اجر لري:
دا څرګنده ده چې د غفلت په وخت کې عبادت کول نفس ته ستونزمن وى، ځکه نفسونه د چار چاپيره خلکو په پيروى او تقليد روږدي وي، کله چې په خلکو کې د الله تعالى اطاعت، بندګى او يخوالى خپريږى، نو اطاعت کوونکو شمير هم ډيريږي او د عام چاپيريال د توافق له امله د نيکۍ لاره نيول اسانه وي، کله چې خواهشات او غفلت خپريږى نو انحراف بې لاريتوب اسان وى، دغه وخت کې مٶمنانو او د ويخو ﺯړونو خاوندانو ته ته عبادت کول ستونزمن كيږياو هر کله چې يو کار ستونزمن کيږى، اجر او ثواب يې لا پسى ډريږى،د هغه خلکو اجرونه لا ﺯياتيږي چې د الله جل جلاله عبادت او بندګى ته په داسې وخت کې ځانونه ځانګړي کړي چې کوم مرستندويه نه موموي، غفلت ﺯيات وي او د ځمکى مخ فساد نيولى وي، نبي ﷺ فرمايى: « بدأ الإسلام غريباً وسيعود غريباً كما بدأ فطوبى للغرباء» قيل: يا رسول الله! من الغرباء؟ قال:« الذين يصلحون إذا فسد الناس».
ژباړه: اسلام ناشنا پيل شوى او ناشنا به ستنيږى، خوشحالى ده د ناشناو لپاره، ترې وپوښتل شو اې دالله پيغمبره! دا ناشنا څوک دي؟! هغه وفرمايل: هغه څوک چې اصلاح کوي کله چې خلک بې لارې شي.
ياده سختى د شعبان د روژو په نيولو کې هم ترسترګو کيږي ځکه په عامه توګه داسې څوک نه موندل کې چې له تاسره په عبادت کې مرسته وکړى، ابن الجوﺯي رحمه الله وايى:" پوهه شه! هغه وختونه چې خلک ترې غافله وى ستر ارﺯښت لري، ځکه ټول خلک په عادتونو او شهواتو مشغوله وي، کله چې د فضليت او غوره والى پلټونکى پدغهدحالت صبر وکړي نو دا په خير باندې د هغوى حرص په ډاګه کوي، له دې امله سحر د جمعې لمونځ ته حاضريدل فضيلت لري ځکه چې ﺯيات خلک له دغه وخت څخه ناخبره او غافله وي، همدارنګه د ماښام او ماخوستن ترمنځ وخت، د سحر وخت او د نيمې شپې تهجد کول غوره ګڼل شوي".
التبصرة (2/50).
درېيم: د امن راتلل او د خلکو خونديتوب:
خلکو د غفلت او ناخبرى په وخت کې په يواځيتوب عبادت ترسره کول هغوى څخه د مصيبت د مخنيوى او غفلت له امله الله تعالى له عﺫاب څخه د خونديتوب په معنى دي.
ابن رجب رحمه الله وايى:" د ګناهګارانو او غفلت کوونکو څخه د الله په اطاعت جلا کيدونکي شايد د ټولو خلکو نه مصيبت دفع کړي، ګويا کې دا د دوى ساتنه او دفاع کوي".
وګورئ: لطائف المعارف (192-193).
وروستي