شعبان الله جل جلاله ته عمل د پورته کيدلو او وړاندې کيدلو مياشت

د شعبان په مياشت کې الله تعالى ته د انسانانو کلني عملونه وړانداې کيږى، حديث کې راځى نبى صلى الله عليه وسلم فرمايى:« وَهوَ شَهْرٌ تُرفَعُ فيهِ الأعمالُ إلى ربِّ العالمينَ، فأحبُّ أن يُرفَعَ عمَلي وأَنا صائمٌ».
ژباړه: پدې مياشت کې رب العالمين ته عملونه پورته کيږى، ﺯه خوښه ګڼم چې پداسې حالت کې ﺯما عمل پورته شي چې ﺯه روژه يم.

نبى صلى الله عليه وسلم غوره ګڼله چې پداسې حالت کې د هغه عمل پورته شي چې هغه روژه وى، رسول الله عليه وسلم د دې حرص له پيژندلو وروسته مسلمانانو ته په کار دي چې د خپل نبى پيروى وکړي او د شعبان په مياشت کې ﺯياتى روژې ونيسي.
الله جل جلاله ته د عملونو پورته کيدل او وړاندې کيدل په درى ډوله دي، لکه څرنګه چې شرعي نصوص پرې دلالت کوي:

لومړى: الله تعالى ته د ورځې عملونو پورته کيدل:
الله جل جلاله ته هره ورځ دوه ځلې سبا او بيګاه د انسانانو عملونه پورته کيږي، حديث کې راځى:« يُرْفَعُ إِلَيْهِ عَمَلُ اللَّيْلِ قَبْلَ عَمَلِ النَّهَارِ. وَعَمَلُ النَّهَارِ قَبْلَ عَمَلِ اللَّيْل».
ژباړه: الله تعالى ته د شپې عمل له ورځ څخه مخکى او د ورځى عمل د شپې څخه مخکى پورته کيږي.
مسلم (179).

د ورځى عمل د ورځ په پاى کې او دشپې عمل د شپې په پاى کې پورته کيږي، ملائکې د شپې عملونه د شپې په پاى او د ورځى په اول کې او د ورځى عملونه د ورځ له تيريدلو وروسته د شپى په اول کې الله تعالى ته وړاندې کوي.
حديث کې راځى : « يَتَعَاقَبُونَ فِيكُمْ مَلاَئِكَةٌ بِاللَّيْلِ وَمَلاَئِكَةٌ بِالنَّهَارِ ، وَيَجْتَمِعُونَ فِي صَلاَةِ الفَجْرِ وَصَلاَةِ العَصْرِ ».
ژباړه: په تاسو کې د شپې او ورځى ملائکې پرلپسى تګ راتګ او څارنه کوي، دوى د سحر او ماﺯيګر په لمانځه کې سره يو ځاى کيږي.
بخارى(555) مسلم (632).

" څوک چې دغه مهال د الله تعالى په اطاعت او پيروى کې مشغول وى نو په روﺯۍ او عمل کې به يې برکت واچول شي"
فتح الباري (2/37).

له دې امله به ضحاک رحمه الله د ورځ په پاى کې ژړل او ويل به يې:" ﺯه نه پوهيږم چې ﺯما به کوم عمل پورته شوى وى".

دويم: الله تعالى ته د اونيزو عملونو پورته کيدل:
هره اونۍ دوه ځلې د خلکو عملونه الله تعالى ته وړاندې کيږى، د دوشنبې په ورځ او د پنجشنبې په ورځ، حديث کې راځى: « تُعْرَضُ أَعْمَالُ النَّاسِ فِي كُلِّ جُمُعَةٍ مَرَّتَيْنِ : يَوْمَ الِاثْنَيْنِ ، وَيَوْمَ الْخَمِيسِ ، فَيُغْفَرُ لِكُلِّ عَبْدٍ مُؤْمِنٍ ، إِلَّا عَبْدًا بَيْنَهُ وَبَيْنَ أَخِيهِ شَحْنَاءُ ، فَيُقَالُ : اتْرُكُوا ، أَوِ ارْكُوا هَذَيْنِ حَتَّى يَفِيئَا ».
ژباړه: د خلکو عملونه هره اونۍ دوه ځلې الله تعالى ته وړاندې کيږى، د دوشنبې په ورځ او د پنجشنبې په ورځ، هر مٶمن بنده ته بښنه کيږى، پرته له هغه چا چې د هغه او ورور ترمنځ يې کينه وى، وبه ويل شي دا دواړه پريږدئ ترڅو چې صلحه وکړي.
مسلم(36).
إبراهيم النخعي رحمه الله به د پنجشنبې په ورځ خپلې ښځې ته او ښځې به ده ته ژړل، ويل به يې" نن ورځ مو عملونه الله تعالى ته وړاندې کيږي".
لطائف المعارف(127).

درېيم: الله تعالى د کلنى عملونو پورته کيدل:
د ټول کال عملونه د شعبان په مياشت کې ټول په يو ځل الله تعالي پورته کيږى، لکه څرنګه چې نبى صلى الله فرمايلى دى:« وَهوَ شَهْرٌ تُرفَعُ فيهِ الأعمالُ إلى ربِّ العالمينَ ».
ژباړه: پدې مياشت کې رب العالمين ته عملونه پورته کيږى.

بيا له مړينې وروسته په يو ځل د ټول عمر عمل الله تعالى ته وړاندې کيږي.
کله چې نيټه پوره شي، د ټول عمر عمل په يو ځل پورته کيږي او الله تعالى ته وړاندې کيږى، او د انسان عمل نامه راغونډيږى.

د مسلمان لپاره مستحب دى چې الله تعالى ته عمل د پورته کيدلو او وړانداې کولو په وخت کې عبادت او بندګى ﺯياته کړى، د دوشنبې، پنجشنبې د ورځى روژه ونيسى او د شعبان په مياشت کې د روژو نيول ﺯيات کړي ، شپه او ورځ په نيکو اعمالو ودانه کړى، او الله تعالى ته په هغه څه نږدى شي چې خوښ يې ګڼي.