شعبان مياشتې د روژو نيولو لاملونه

شعبان د مياشتې روژې نيول، رمضان د مياشت په روژو نيولو کې مرسته کوى او رمضان د مياشتى لپاره تعظيم او چمتوالى ګڼل کيږي، چې په لاندې ټکو کې ورته اشاره کيږي:
لومړي: د شعبان روژى د رمضان لپاره تمرين، روﺯنه او چمتوالى دي ترڅو مسلمان په ستړتيا او سختى نه نه بلکې په قوت او ځواک سره د رمضان د مياشتى هرکلى وکړي.

امام ابن رجب الحنبلي وايى:" د شعبان د روژو په اړه ويل شوى، چې دا رمضان د مياشې لپاره روﺯنه او تمرين دي ترڅو د رمضان له مياشت سره انسان په مشقت او تکليف مخامخ نشي، بلکې مخکى له مخکى د روژو نيولو سره اموخته او عادى شوى وى او شعبان د مياشتى په روژو نيولو سره د روژو خوند څکلى وى، ترڅو د رمضان روژو ته چمتو او ځواکمن داخل شي".

لطائف المعارف(196).
دويم: ځينو علماوو د نورو مياشتو په پرتله په شعبان کې د رسول صلى الله عليه وسلم ﺯياتې روژې نيول رمضان د مياشتى تعظيم او لويى ګنلي.
امام ابن القيم رحمه الله وايى:"د نورو مياشتو په پرتله په شعبان کې د رسول صلى الله عليه وسلم ﺯياتى روژې نيول له دريو وجو خالى نه دي:
لومړى: رسول صلى الله عليه وسلم به هره مياشت درې ورځې روژه نيوله ښايي ځينې مياشتې يې نوى نيولى، نو دا ټولې يې په شعبان مياشت کې رايوځاى کړى ترڅو د رمضان له فرضى روژو څخه مخکې يې ونسي.

دويم: دغه روژې يې رمضان مياشتې د تعظيم په خاطر نيولې او دا هغه سنتو ته ورته دى چې د فرضي لمانځه څخه مخکې هغه د تعظيم لپاره وي.

درېيم: دا هغه مياشت ده چې پدې کې عمل الله تعالى ته پورته کيږى او نبي صلى الله عليه وسلم خوښه ګڼله چې پداسې حالت کې يې عمل پورته شي چې روژه په خوله وي".
تهذيب السنن(3/318).

څلورم: شعبان مياشت د رمضان پيلامه ده، ټول هغه عبادتونه په کې مشروع دي کوم چې په رمضان کې مشروع وي.
امام ابن رجب الحنبلي وايى:" کله چې شعبان مياشت د رمضان لپاره پيلامه ده نو هغه څه په کې روا ده کوم چې په رمضان کې روا وي لکه روژه نيول، د قران کريم لوستل، ترڅو د رمضان د هرکلى لپاره چمتوالى وشي، او نفس د الله تعالى په بندګۍ او اطاعت روږدى شي".
لطائف المعارف(196).