ادیب ته

زه نه پوهیږم چې ته ادب ته به علم قایل یې او که په صنعت؟ ته ادب حقیقت ګڼې او که تعبیر؟ ادب د ادب دپاره غواړې او که په ادب سره د خلکو احساسات پاروې؟ ته! هو ته! ووایه چه ادب رنګیني او جلوه ده او که نه دحقیقت روښانول؟

زما دا پوښتنې د هغه ادیب څخه نه دي چې هغه صرف ادب نازیږی، بلکه زه د هغه ادیب نه مالومات غواړم چې هغه په مطلب پوه وي، هدف ولري او د ادب څخه مطلوبه استفاده کولی شي.