زړه ته

ترڅو به د خپلې هوا او هوس دپاره دومره مشکلات زغمې؟
ته! هو ته! په ياد لرې؟ هغه خاطرات، هغه ورځې او شپې، هغه خواږه اۤشنايان، هغه د لطف او نزاکت او شوخۍ مجلسونه. افسوس چې ولاړل، تير شول او تيريږي. يقين لرم چې ته هغه له ياده نشې ويستلى؛ ځکه هغه ستا په ژوند پورې اړه لري...

اې زما زړه! پوهيږم چې تلوسې او اوميدونه لرې او د خپلو پريشانيو له لاسه، ځوريږې.
اى زما د ځان ملګریه! اى د عشق مرکزه! هغه عشق چې تا د خلکو ځخه پټ ساتلو، فاش او رسوا شو؛ ځکه چه ستا د عشق بهترين داستان د ريکارټ (تيپ ريکاردر) په ضمن کې ثبت شو او د موسيقۍ په دفتر کې وليکل شو.

هو! ستا د ژوند خاطرې د کتاب د پاڼو په مخ او د ريکارډ په ضمن کې وساتل شوې. لوستونکي به يې اوري او پوهيږي به چې دا داستان د زړه عواطف او ملکوتې الهامات دي.

دا د وطن، ملک، قام او قبيله او د ملت د نهضت او پرمختګ دپاره، اوميدونه او هيلې دي. دا د هغه ارمانونو معراج دى کوم چې د ډبرو انتظارونو څخه وروسته په لاس راغلى دى.

اې زما ګرانه زړه! اوس، هو! اوس عهد و کړه چې د ځان او د خلکو د خدمت دپاره، د مينې، محبت او عشق جذبې ته ادامه ورکړې، تر څو هغه مخ کې تللي قافلې ته په ډير زور او قوت سره ځان ور ورسوې.