د کابل ښار په اتمه ناحيه کې وسله والو د ايمل شيرزاد په نوم يو خبريال ټپي کړی او موټر يې ورڅخه تښتولی

روهي (جمعه/۱۶ د وري)، ناپېژانده وسله والو د ايمل شيرازد په نوم يو افغان خبريال په وهلو ټپي کړی او موټر يې ورڅخه تښتولی دی.

رسنيو ويلي، چې شيرازد د درملنې لپاره هندوستان ته لېږل شوی او وسله وال له بريد وروسته له سيمې تښتېدلي دي.

ايمل شيرازد په لمر ټلويزون کې د سپورټي خپرونو چلونکی وو، او څرګنده نه ده چې د کومو موخو په پار ورته پېښه ورسره شوې ده.