
د پښتو ژبې، پټې خزانې او امير کروړ په اړه؛ (ناشناس) په خپلو خبرو پېښماني ښوودلې او په خپلو نيمګړتياوو يې اعتراف وکړ
روهي (پنځه نۍ/۱۶ د وري)، د صادق فطرت ناشناس په نوم يو افغان سندرغاړي له بي بي سي پښتو سره په يوې تازه مرکه کې د پښتو ژبې تاريخ، پټې خزانې، امير کروړ او احمد شاه بابا په اړه د خپلو وروستيو څرګندونو په اړه پېښماني ښوودلې ده او په خپلو نیمګړتياوو يې اعتراف کړی دی.
صادق فطرت ناشناس د بي بي سي خبريال داود اعظمي د پوښتنو په ځواب کې ويلي دي، چې پټه خزانه يې نېږدې ۴۰ کالونه وړاندې ولوستلې وه هغه يې هم په سر - سري ډول لوستې وه.
صادق فطرت ناشناس اعتراف کړی دی چې اصلي مسلک يې موسيقي ده او د پښتو ژبې د ادبياتو په اړه مطالعه نه لري. نوموړی وايي چې ماسترا او دوکتورا يې يوازې د خپل پلار د خوښې لپاره کړې ده او په دې برخه کې مطالعه نه لري.
دواد اعظمي پوښتلي دي، چې د امير کروړ او بايزيد روښان د شعر په ژبه کې توپير دا کېدای شي، چې دواړه پښتانه په مختلفو جغرافيوي سيمو کې ژوند کړی. ناشناس هم دا خبره منلې ده ويلي دي چې په دې اړه يې مطالعه نه درلوده.
صادق فطرت ناشناس ويلي چې کومې څرګندونې يې چې کړې دي هغه يې د علمي بحث او مطالعې په اساس نه دي کړې بلکې يوازې يې د احساسات او ګمان وو.
نوموړي په بيا ځلې اعتراف کړی دی چې په دې برخه کې يې هېڅ اثر نه لوستلی او يوازې يې د خپلو احساساتو او پرته له مطالعې يې داسې توندې خبرې وکړي.
صادق فطرت ناشناس په اخير کې ويلي دي، چې درمل خوري، ناروغ دی او خپله حافظه يې لاس ورکړې ده.