
روهي (څلورنۍ/۱۵ د وري)، د صادق فطرت ناشناس په نوم يو سندرغاړی ادعا کوي چې پښتو ژبه د فارسي ژبه په پرتله هېڅ تاريخ نه لري او د دغه ژبې ټول عمر له ۴۰۰ کالونو زيات نه دی.
ناشناس وايي چې د پټې خزانې په نوم چې کوم کتاب ياديږي هېڅ حقيقت نه لري بلکې دا يو تاريخي جعل دی او په جرئت سره وايم داسې څه شتون نه لري.
نوموړي په شاه حسين هوتک هم تور پورې کړی دی چې هغې ويلي دي چې پښتو ژبه تاريخ نه لري او په دې برخه کې يې رېښتنې څېړنې وکړې او پيدا يې کړ چې پښتو ژبه له ۴۰۰ کالونو ډېر عمر نه لري.
نوموړي ويلي، "پښتو ژبه د اوس وخت ژبه ده، دا يوه تاريخي ژبه نه ده؛ د پښتو ژبې ترټولو پخوانی اثر چې شتون لري هغه د بايزيد روښان اثر دي. د دغه ژبې عمر تر ۴۰۰ کاله دی."
دغه کس وايي چې امير کروړ هم يو جعلي کس وو او د امير پولاد په زامنو کې هېڅ کس د امير کروړ په نوم شتون نه درلود.
د صادق فطرت ناشناس دغه څرګندونو سخت غبرګونه راپورته کړي دي او په لوس لاس د پښتو ژبې او پښتون قوم توهين بلل شوی دی. ويل کيږي چې صادق فطرت ناشناس د يو څو پيسو په مقابل کې دغه کار کړی او د ځينو ځانګړو کسانو په دستور يې دا څه تر سره کړې دي.