د (صادق فطرت ناشناس) څرګندونو د پښتنو ليکوالانو غبرګونونه او غوسه را پارولې ده

روهي (څلورنۍ/۱۵ د وري)، مشهور افغان سندرغاړي ډاکټر صادق فطرت ناشناس وروستيو څرګندونو د پښتنو ليکوالانو، ادبيانو او په لويه کې د پښتون ولس غوسه راپورته کړې ده.

نوموړي د پښتو ژبې د معتبر اثر (پټې خزانې) په اړه خبرې کړي دي او ويلي دي چې په دې برخه کې بايد څېړنې وشي او دغه اثر رېښتنی نه دی بلکې جعلي جوړ شوی دی.

په ټولنيزو رسنيو کې افغان ليکوالانو د ناشناس څرګندونې د يوې دسېسې په ډول ښوودلې دي چې په قضدي ډول هڅول شوی دی ترڅو د پښتنو د يو معتبر سند په اړه د جعليتوب خبرې وکړي.

ليکوال او شاعر عبدالغفور ليوال ليکلي دي چې دا ډول کړنې په قضدي ډول کيږي خو پايله به يې دا نه وي چې د پښتو ژبې او پښتنو تاريخ ترې منفي اغېزمن شي.

نوموړي په پښتو ادب کې د رحمان بابا، غني خان، خوشحال بابا او نورو نوموتو څېرو يادونه کړې ده او د ناشناس نظر يې په بشپړ ډول رد کړی دی.

بيا له بلې خوا د افغانيت او پښتونوالۍ سره تضاد لرونکو څېرو له وخت ګټه پورته کړې، او د صادق فطرت ناشناس خبرې يې را کړې دي.