د پاکستان کرېکټ بورډ خپل يو لوبغاړی (عمر اکمل) جرېمه کړ

روهي (درې نۍ/۱۳ د وري)، د پاکستان کرېکټ بورډ د عمر اکمل په نوم د ملي لوبډلې يو تن لوبغاړی وروسته له هغې جرېيمه کړ چې په دوبۍ کې له هوټل په خپل سر بيرون تللی وو.

په ټولنېزو رسنيو وېډيو خپره شوې ده چې نوموړي لوبغاړي په يو هوټل کې د نڅا او سندرو په محفل کې يې ګډون کړی دی.

د پاکستان کرېکټ بورډ وايي چې عمر اکمل به د خپلو لوبو شل سلنه پېسې کرېکت ورډ ته ورکوي. د چارواکو په وينا چې دغه لوبغاړي هم خپله ګناه منلې او اعتراف يې کړی دی.

عمر اکمل له دې وړاندې هم د پاکستان له ملي ټيم څخه د سزا په ډول دوه کاله په لوبو بند شوی وو.