كوچنى عمل او ستر ثواب (شپږمه برخه)

 د روژی نیولو او تراویح کولو فضیلت:
 
(۱) الله جل جلاله د رضا لپاره د روژی نیولو فضیلت:
رسول صلی الله علیه وسلم فرمایلې دی:« مَن صامَ يوماً في سبيلِ الله؛ بَعدَ اللهُ وجْهَهُ عنِ النارِسبعينَ خريفاً».
ژباړه: څوک چې د الله تعالی په لار کې یوه ورځ روژه ونيوله نو الله جل جلاله به يې جهنم د اور نه د اویا(۷۰)کالو په اندازه لیري کړی.

(۲) عرفې او عاشوراء ورځو د روژی نیولو فضیلت:
له رسول صلی الله علیه وسلم څخه عرفې د ورځی د روژی نیولو پوښتنه وشوه، هغه وفرمایل:«يُكَفِّرُ السَّنَةَ الْمَاضِيَةَ وَالْبَاقِيَةَ»
ژباړه:د تیر شوی او راتلونکی کال ګناهونه رژوی.
همدا رنګه ترې عاشوراء ورځی د روژې پوښتنه وشوه هغه وفرمایل:«يُكَفِّرُ السَّنَةَ الْمَاضِيَةَ».
ژباړه: د تیر شوی کال ګناهونه بښی.

(۳) امام سره يو ځاى د تروایح کولو ثواب:
نبی صلی الله علیه وسلم فرمایې:« إِنَّ الرَّجُلَ إِذَا صَلَّى مَعَ الْإِمَامِ حَتَّى يَنْصَرِفَ كُتِبَتْ لَهُ قِيَامَ لَيْلَةٍ».
ژباړه:یقینا څوک چې امام سره د تراویح لمونځ وکړی تردې چې امام راستون شي نو د ده لپاره به ټوله شپه د لمونځ کولو(قیام اللیل) ثواب ولیکل شي.
دوام لري...