پنځمه برخه: د صدقې کولو ثواب او فضیلت:
(۱) د جومات جوړولو اجر:
نبی صلی الله علیه وسلم فرمایى: «مَنْ بَنَى لله مَسْجِداً وَلَوْ كمِفْحَصِ قَطَاةٍ بَنَى اللهُ لَهُ بَيْتاً فِي الْجَنّةِ».
ژباړه: څوک چې د الله جل جلاله د رضا لپاره جومات جوړ کړی اګر که د (قطاة نومی) مرغۍ د ځاله هومره هم وی، الله تعالی به ورله په جنت کې کور جوړ کړی.
(۲) يو چا ته د قرض ورکولو ثواب:
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې: «مَا مِنْ مُسْلِمٍ يُقْرِضُ مُسْلِمًا قَرْضًا مَرَّتَيْنِ إِلَّا كَانَ كَصَدَقَتِهَا مَرَّةً».
ژباړه: څوک چې یو مسلمان ته دوه ځلې قرض ورکړی، دا داسې ده لکه یو ځل چې یې صدقه کړی وی.
(۳) د قرضداری او تنګ لاسی سره د اسانتیا کولو اجر:
نبی صلی الله علیه وسلم فرمایې:«كَانَ رَجُلٌ يُدَايِنُ النَّاسَ» ، " كَانَ يَقُولُ لِفَتَاهُ: إِذَا أَتَيْتَ مُعْسِرًا فَتَجَاوَزْ عَنْهُ، لَعَلَّ اللَّهَ يَتَجَاوَزُ عَنَّا، فَلَقِيَ اللَّهَ، فَتَجَاوَزَ عَنْهُ».
ژباړه: یو سړی به خلکو ته قرض ورکولو، هغه به خپل خادم(مزدور) ته ویل: کله چې تنګ لاسى او قرضدار ته ورشي نو اسانتیا ورسره کوه، ښایې الله جل جلاله له مونږ سره اسانتیا وکړی، د الله جل جلاله سره مخامخ شو هغه ورته بښنه وکړه.
(۴) د صدقې او خیرات فضیلت:
رسول صلی الله علیه وسلم فرمایلى دی: «مَا نَقَصَتْ صَدَقَةٌ مِنْ مَالٍ».
ژباړه:صدقه او خیرات مال نه کموی.
همدا شان یې بل ځای فرمایلی دی: «سَبَقَ دِرْهَمٌ مِائَةَ أَلْفٍ» قَالُوا: يَا رَسُولَ اللَّهِ وَكَيْفَ؟ قَالَ: «رَجُلٌ لَهُ دِرْهَمَانِ فَأَخَذَ أَحَدَهُمَا فَتَصَدَّقَ بِهِ، وَرَجُلٌ لَهُ مَالٌ كَثِيرٌ فَأَخَذَ مِنْ عُرْضِ مَالِهِ مِائَةَ أَلْفٍ، فَتَصَدَّقَ بِهَا».
ژباړه: یو درهم د یو لک درهمو څخه مخکى شو، صحابوو وویل ای د الله پیغمبره دا څنګه؟ هغه وفرمایل: یو سړی سره دوه درهم دي نو په یو باندې يې صدقه وکړه، او بل سړی سره ډیر مال دی نو د خپل مال څخه يې په یو لک باندې صدقه وکړه.
دوام لري...
وروستي