څلورمه برخه: د ناروغ پوښتنه او د مړی جنازه کول:
(۱) د جنازی د لمونځ کولو او مړی د خښولو ثواب:
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلى دی: « مَنْ شَهِدَ الجَنَازَةَ حَتَّى يُصَلِّيَ، فَلَهُ قِيرَاطٌ، وَمَنْ شَهِدَ حَتَّى تُدْفَنَ كَانَ لَهُ قِيرَاطَانِ»، قِيلَ: وَمَا القِيرَاطَانِ؟ قَالَ: «مِثْلُ الجَبَلَيْنِ العَظِيمَيْنِ».
ژباړه:څوک چې د جنازی لمانځه ته حاضر شو نو د هغه لپاره د یو قیراط په اندازه ثواب دی، او څوک چې د جنازی وروسته د مړی دفن ته حاضر شو نو د هغه لپاره دوه قیراطه اجر دی، چا وپوښتل چې دوه قیراطه څه شى دي؟ هغه وویل: د دو لویو غرونو په څیر.
عبد الله بن عمر رضی الله عنه وویل: یقینا مونږ ډیر قیراطونه ضائع کړی دي.
(۲) مصیبت ځپلی ته د تسلۍ ورکولو اجر:
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایى: «مَنْ عَزَّى مُصَابًا فَلَهُ مِثْلُ أَجْرِهِ».
ژباړه: څوک چې مصیبت ځپلی ته تسلی ورکړی نو د هغه لپاره به هم د هغه په شان اجر وی.
همدا شان فرمایى: «مَا مِنْ مُؤْمِنٍ يُعَزِّي أَخَاهُ بِمُصِيبَةٍ، إِلَّا كَسَاهُ اللَّهُ سُبْحَانَهُ مِنْ حُلَلِ الْكَرَامَةِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ».
ژباړه: هیڅ یو مٶمن خپل مسلمان ورور ته د مصیبت پر وخت تسلی نه ورکوی، مګر دا چې الله جل جلاله به ورته د قيامت په ورځ د عزت له چپنو ورواغوندی.
(۳) ناروغ د پوښتنې ثواب:
نبی صلی الله علیه وسلم فرمایى: «مَا مِنْ مُسْلِمٍ يَعُودُ مُسْلِمًا غُدْوَةً إِلَّا صَلَّى عَلَيْهِ سَبْعُونَ أَلْفَ مَلَكٍ حَتَّى يُمْسِيَ، وإِنْ عَادَة عَشِيَّةً صَلَّى عَلَيْهِ سَبْعُونَ أَلْفَ مَلَكٍ حَتَّى يُصْبِحَ، وَكَانَ لَهُ خَرِيفٌ فِي الْجَنَّةِ».
ژباړه: هیڅ يو مسلمان نشته چې سحر د يو ناروغ مسلمان پوښتنه وکړی مګر دا چې تر ماښامه پورې به ورله (۷۰۰۰۰) ملائکې د رحمت سوال کوي، او که چیرته ماښام یې پوښتنه وکړه نو تر سحره پورې به ورله (۷۰۰۰۰) ملائکې د رحمت سوال کوي، او د ده لپاره به په جنت کې د خرماو باغ وی.
دوام لري...
وروستي