خوږې شېبې

موږ د طبعیت له مزاجه سره خپلې طبعې ساتلې؛ خو بیا هم په دې نه توانېدو، چې د ژوند خوږې شېبې ځان ته انځور کړو.

د طبعیت له بدلون سره په وجود کې د خپل ارمان او تصمیم نیولو موډ هم ورسره بدلوو.
دا د ځاني غوښتنو په ګرداب کې هغه قدم دی، چې شروع یې د طبعیت له ښکلاوو سره د فرد او ټولنیز فکر د ګډون امتزاج را ښیي.

هسې هم د خوږو او ترخو شېبو منظر د انساني ذهن او طبعې له امتزاجه زیږي، چې څنګه ځان ته په دروني او بیروني فضا کې د ژوند شېبې جوړې کړي.

د دې ډول فضا په جوړېدو کې د انسان روان ډېر رول لري، که په معمولي خبره دومره فکر وشي، چې ځان ته یې لویه اندېښنه وګرځوي. دا په خپله د دروني خوږو عاطفو لپاره دېوال ودرول دي، چې نه به سړی په رواني لحاظ ځان ارام احساس کړي؛ بلکې په نورو ترخو شېبېو کې به ځان بندیوان کړي.

د انسان چې کله د درک او فردي مسوولیت قوه په تحرک راشي؛ نو هله پوه شي، چې ژوند هم د خوږو شېبو سره د ترخو یو ګډوله شانتې نړۍ ده، چې په دې کې د انساني عواطفو، تېرېدنې، زغم او ادراک هغه متحرکه قوه موجوده ده، چې انسان ته د ژوند نا سپړل شوې پاڼې سپړي.

له همدې ځایه بیا د انساني ځواک هغه مرحله پیلیږي، چې د ژوند کولو او ژوند ښودلو خوږې شېبې په خوځښت راولي.