سراج العمارت بڼ کې نن د نارنج ګل مشاعره او مېله کيږي

روهي (نۍ/۹ د وري)، نن ورځ په ننګرهار ولايت کې د نارنج ګل کلنۍ او موسمي مشاعره د هېواد د لسګونه شاعرانو په شتون کې جوړيږي.

دغه مشاعرې ته هر کال د خيبر پښتونخوا په شمول د هېواد نامتو شاعران او ليکولان ورځي چې ادبي تندې په کې خړوبيږي.

د نارنج ګل مشاعره هر کال په ننګرهار ولايت کې د نوي کال په لومړيو ورځو او د نارنج ګل په غوړېدو سره تر سره کيږي.

د هېواد په نورو ولايتونو کې هم ورته مشاعرې کيږي. خوست هم د چنار په نوم مشاعره کې په کال کې يو ځل د ليکولانو او شاعرانو کوربتوب کوي.