محکمې د (نازيه اقبال) ورور په پر له پسې ډول د هغې پر لوڼو د جنسي تيري په جرم د مرګ په سزا محکوم کړ

روهي (پنځه نۍ/۸ د وري)، د پاکستان يوې محکمې د پښتو ژبې سندرغاړې نازيه اقبال ورور ته په دې جرم چې له خپلو خورزو (د نازيه اقبال له لوڼو) سره يې څو ځلې په زور جنسي اړيکې نېولې دي، د مرګ په سزا محکوم کړ.

نازيه اقبال د پاکستان د محکمې د دغه پرېکړې هرکلی کړی دی او ويلي دي چې په دې سره به د نورو ماشومانو ژوند هم خوندي کړی شي.

نوموړې په تازه وېډيو کې ويلي دي چې خلکو په ټولنيزو رسنيو کې ډول - ډول سپکې - سپورې ويلي، خو دی په دې خوښه ده چې د خپلو لوڼو لپاره يې عدالت وګټلو او د يوې مور مسووليت يې ادا کړ.

نازيه وايي چې په کور کې ورڅخه مور او د کورنۍ نور غړي غواړي چې دغه قضيه بېرته واخلي او د خپل ورور پر وړاندې بښنه وکړي. خو نوموړې ټېنګار کوي چې ورور يې مجرم دی او بايد د خپل جرم سزا وګوري.

د پښتو ژبې دغه سندرغاړې تېر کال ادعا وکړه چې ورور يې په لوڼو جنسي تيري کړي او له تېر يو کال راهيسې يې دغه قضيه په محکمه کې پر مخ يوړه.

د يادونې چې دا دې محکمې دويمه پرېکړه ده چې د نازيه اقبال ۲۱ ورور (افتخار) په مرګ محکوموي.