ولې ولسمشرېزې ټاکنې وځنډېدې؟ آيا د ولسمشر غني د واک موده به وغځيږي؟ د لنډمهاله حکومت د جوړېدوهڅې تر سترګو کيږي؟

ولې ولسمشرېزې ټاکنې وځنډېدې؟ آيا د ولسمشر غني د واک موده به وغځيږي؟ د لنډمهاله حکومت د جوړېدوهڅې تر سترګو کيږي؟
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن

د ولسي جرګې د جنجالي او له ستونزو د ډکو ټاکنو وروسته ولسمشر محمد اشرف غني د ټاکنو خپلواک او ټاکنيزو شکايتونو کمېسيونونو غړي او مشران له دندو ګوښه کړل. د ټاکنيزو کمېسيونونو د پخوانيو غړو دوسيې لويې څارنوالۍ ته لاړې او په بهر تګ يې هم بندېزونه ولګېدل.

که څه هم څو ځلې داسې خبرونه خپاره شول چې د سولې خبرو په پار به ولسمشرېزې ټاکنې وځنډېږي، لنډمهاله حکومت به جوړ او طالبان به هم په کې برخه واخلي، خو افغان حکومت له دغې طرحې او وړانديز دواړو سره په کلک مخالفت وښوود او ټېنګار يې وکړ چې ولسمشرېزې ټاکنې به په خپل ټاکلي او اعلان شوي وخت تر سره شي او هېڅ ډول خنډ - ځنډ به په کې رامنځ ته نه شي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم په څو وارې په خپلو خبرو کې ويلي دي چې د واک لېږد به يوازې د ټاکنو له لارې وي او همدا ډول به ولسمشرېزې ټاکنې په خپل ټاکلي وخت تر سره شي.

خو د تمې خلاف او د ټاکل شوي نېټې څخه د درېيو مياشتو په توپير ټاکنو خپلواک کمېسيون اعلان وکړ چې ولسمشرېزې ټاکنې به د چنګاښ مياشتې پرځای د روان لمريز کال د تلې مياشتې په شپږمه نېټه تر سره شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون دغه پرېکړې ته سياسي ګوندونو او د ولسمشرېزېو ټاکنو يو شمېر نوماندانو غبرګون وښوود او نيوکه يې وکړه چې په دې اړه له دوی سره سلا - مشورې نه دي شوې.

د روهي خبرې کوي يا Rohi Talks په دې اونيزه خپرونه کې په دې خبرې کوو چې؛
۱- ولسمشرېزې ټاکنې ولې وځنډېدې، بهرني لاملونه شتون لري او کورنۍ سياسي موخې؟
۲- آيا په اوسنۍ اعلان شوې نېټې به ټاکنې تر سره شي؟
۳- د جوزا په لومړۍ نېټه د ولسمشر کاري دوره پای ته رسيږي، آيا د واک موده به وغځيږي؟
۴- آيا داسې څه تر سترګو کيږي چې لڼدمهاله حکومت رامنځ ته شي؟
۵- په لويه کې دا شونې ده چې موجوده سياسي او امنيتي وضعيت ته په کتو به ولسمشرېزې ټاکنې تر سره شي؟
 
تاسو د روهي وېب پاڼې ګران لېدونکي او لوستونکي هم کولی شئ، چې سر له اوسه په کمېنټ کې راته خپل ليدلوري، نظرونه او شننې ولېکئ او يا هم سبا (نۍ/د وري مياشتې درېيمه نېټه د ماښام له ۷:۳۰ څخه تر ۸:۰۰ بجو پورې) په ژوندۍ بڼه راسره برخه واخلئ.