دوحه کې موافقه د طالبانو اضمحلال  که طالب د دولت سره یو ځای نشي!

د ملکونو سرلوړي پدې که ده چې خپل تقدیر په خپل لاس  ولیکي له غوړه مالیو او ننواتو لاس په سروي اوخپلې اړيکې د وطن د ملي منافعو په پام کې نیولو سره هرځای په نظرکې ونیسي،  خپل منځوکې نقد و نيوکې وکړي مګرد پردوپه مقابل کې یوموټی یو آواز او د خپل حکومت دسیاست او پالیسي کلک ملاتړ وي، همدا اصل ده چې دښمن نشي کولی په دوی کې نفوذ او خپل مقصدونه ترلاسه کړي، کوم ناورین چې نن په هېواد کې روان ده له همدې کبله رامنځته شوی ده چې زمونږ خلکو هرچاته خپلې لمنې پراخې غزولي پردي پرې هره لوبه کوي دوی ئې تماشه کړي خوشحاله دې ته وي چې فقط یو څه ورته وڅکېږي، کله چې داسې یوه روحیه خپره وي نو څنګه به هغه ملت ښه ورځ وویني او څنګه به هلته پرمختګ او ټولنیزه سوکالي رامنځته شي، چې ترهره ډبرې لاندې تورمخي پردي پال پټ دي، څلوېښت کلنې جګړې زمونږ ټاټوبې دمره ځپلی ده چې ترڅو ټول هیوادوال سره یو موټی او یو لاس نشي د دې وطن ګاونډي په خپل ځای کېنول، وطن جوړول، او تروریزم سره مبارزه کول به ډېر ستونزمن  کار وي۰
 
د داعش پروژه افغانستان کې:
نننی داعش  يا په نوي نوم ( اسلامي دولت)  مخکې له دې چې په اوسني نامه ياد شي  له څو پړاونو  تير شوی په ۲۰۰۴زکال کې کله چې په عراق کې د ابو مصعب الزرقاوي په مشرۍ د توحيد او جهاد په نامه ډله رامنه ته شوه  همغه مهال يي  د القاعدې د پخواني مشر اسامه بن لادن  سره بيعت وکړ، څو په عربي نړۍ کې د القاعدې استازيتوب وکړي، دوی خپل فعاليتونه په عراق کې پيل کړل چې د دوه کالو په موده کې د يو غښتلي ډلې په توګه راڅرګنده شوه.
 
  په ۲۰۰۶زکال کې  زرقاوي په ثبت شوي ويډيوئي پيغام کې د عبدالله رشيد البغدادي په مشرۍ د مجاهدينو د شورا د شتون اعلان وکړ، په همدې مياشت کې د زرقاوي له مرګ وروسته ابو حمز المهاجر د هغه ځای ناستی وټاکل شو، چې د کال په پای کې بيا د ابوعمرالبغدادي تر مشرۍ لاندې د عراق د اسلامي دولت تشکيل رامنځ ته شو، خو د سوریې او عراق کې داعش سخته ماته وخوړه او متواري شول.
 
کله چې په پاکستان فشارونه زیات شول ترڅو طالبان  خبروته حاضر کړي د پاکستان جهنمي استخباراتو یوه بله ډله چې دطالب ځای دضرورت په صورت کې ډک کړي د داعش ترنامه لاندې رامنځته کړه۰
 
د افغانستان د پوځي چارو څیړاندوی« محمد راجستانی » باوری دئ:« داعش؛ له بهرنیو جکړه مارانو څخه جوړ شوئ، چی په سوریه او عراق کی د هغوی له ماتې وروسته افغانستان ته منتقلیږی، پاکستان؛ افغانستان ته د ترهه ګرو د انتقال لپاره د پُله رول لوبوی».
 
مګر روسې دا یوه ستره پروژه وګڼله او د روسیی دولت هم؛ په ځلونو په افغانستان کی د بریتانیی او امریکی د چورلکو د الوتنو په هکله، د دغو هیوادونو د مقامونو له خوا د توضیح ورکولو غوښتونکي شول، او باوري دي چی واشنګټن او لندن، په کاملاً پلان شوې توګه؛ په افغانستان کی د داعش ترهه ګری ډلې د بیا تنظیمولو په لټه کی دی، ترڅو د یاد هیواد له لاری، د چین تر پولو پوری؛ منځنۍ آسیا او روسیی ته ټروریزم منتقل کړی۰
 
په سوریه او عراق کی د داعش ترهګرې ډلې د منځني ختیځ د پلان له ماتی وروسته، د دغې ترهګرې ډلې د ستر خراسان طرحې اجرا کیدل، د نوموړی ډلې لپاره مهم وګڼل، او همدغه موضوع، د افغانستان د خلګو د دښمنانو لپاره یوه پلمه ګرځیدلې ده، ترڅو د هغې په مطرح کولو سره، د یاد هیواد د خلګو ترمنځ ویره او وحشت رامنځته کړي، په افغانستان  کې د داعش ترهګرې ډلې شتون اوس ثابت شوی او په ننګرهار، کنړ، بدخشان، تخار،جوزجان اوآن کابل ولایتوکې راڅرکند شوي او ترهګري بریدو مسؤلیتونه ئې منلي دي لکه د سردارداوود روغتون، دهمزنګ کې د جنبش روشنائي ډلې او د مزاري په ۲۴م تلین بریدونومسؤلیت۰
 
د ۲۰۱۶زکال له پيله په ننگرهار کې داسې خبرونه خپرېدل، چې گواکې د بهرنیو ځواکونو په هوائي‌ بریدونو کې هغه طالب قوماندانان په نښه کیږي، چې د داعش مخالف وي؛ خو هغه مهال دا خبره ډېره جدي نه گڼل کېده، بالاخره طالبانو په خپله اعلان ورکړ، چې د بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې دوی په نښه کیږي‌ او داعش ته د سیمو پریښودلو لپاره زمینه برابريږي دا ټول هغه د خطرزنګونه دي چې طالبان ئې باید ډېرجدي ونیسي او هېڅکله هم ورته کمه بها ورنکړي پاکستان هرآن کولی شي دغه پروژه د طالب د زپلو لپاره وکاروي او طالب قومندانان ورته جذب کړي داعش د یوشمیرپخواني طالبانونه منځ ته راغی که څه هم پکې بهرنيان او پنجابیان هم شتون لري۰
طالبانوته ننګونې
صلحې ته هیلې په وطن کې زیاتې شوي خلک ورته امیدواردي چې یوه تل پاتې صلحه په لاره کې ده، مګر پدۍ ګرم بازار کې هریوخپلې ګتې سمبالَوي، طالبان وائي (ميم زرما ټوله زما) مګر دا فکر نکړي آیا د دې توان لري چې د یوې تل پاتې صلحې بڼڅت کېږدي اوثبات رامنځته کړي او که نه؟
 
نن جهان بدل شوی تکنالوژي د تصور له حده زیاته وده کړې ده په یوه دقیقه کې ټول جهان خبرېږي چې چېرته څه خبر روانه ده خلک په زیرسره د صلحې خبرې په دوحه کې څاري، بېله شکه چې کېدی شي په وطن کې تل پاتې صلحه راشي مګر دا صلحه یوازې د امریکا اوطالب په موافقې لاس ته نشي راتلی، دلته سیمه ئیز او نړیوال فکتورونو سخت اثرګذاردي طالبان باید پدې پوه شي د قدرت نیول ساده کارده مګرساتل ئې ډېر ستونزمن ده، سردار محمد داوود هم  په یوه شپه کې قدرت ترلاسه کړ مګربرخه لیک ئې څه شو؟
 
همدا رنګه محمد مرسي په مصرکې  آن د انتخاباتو له لارې قدرت ترلاسه کړ مګر کله چې د خلکو دآزادي په مخکې ودرېد خلک ورپسې پاڅېدل او نن ځای ئې په زندان کې ده، طالبان په چریکي جنګو کې مهارت لري هرڅه چې کوي هرڅوک که وژني یا ئې په دار زړوي  یا کورونه، پولونه، مکتبونه ورانوي چاته ځواب نه ورکوي او څوک هم نشته چې پوښتنه وکړي مګر کله چې دولتي قدرت ترلاسه شو بیا دا شرایط نشته طالب دهر کار خلکوته مسئول ده کار او روزګار، د اقتصاد وده، روغتیا او د ټوليز ژوند وده، نړۍ سره اړیکې سترې ننګونې دي چې طالبان ئې باید حل کړي، بغیرله دې خلک پاڅېږي او د طالب برځه لیک د مرسي په شان راوځي دا یو اړخ د قضیې ده، بل اړخ دا ده چې د ګاونډیو ګتې او لاس وهنې سترې ننګونې  رامنځته کولی شي د دې لپاره ټوليزې کلکې اومضبوطې ملي اړیکې باید رامنځ ته شي کوم چې په دې څلوېښتو کلوکې له منځه تللي۰
 
طالب باید خپل ځان وپېژني:
طالبانو!  تاسې که غواړئ چې تل پاتې شئ  او دولت جوړکړئ هر هغه د ملک سرتېری چې تاسې وژنۍ په حقیقت کې یو قدم ځان مرګ ته نږدې کوئ ، هر پوُل، روغتون، ښونځي او عامه المنفعه ځای چې ورانوئ په حقیقت کې خپله ملا ماتوئ، تاسې چې غواړئ دولت مات کړۍ او له منځه یوسۍ تاسې څوک یاست او چېرته غواړۍ ځان ورسوۍ؟ دا دولت د غنی، کرزي  او عبدالله نده، دا دولت د خلکومال ده دا دولت د ټول افغان ولس مال ده ته بیا په کومو سترګو راخې اوهغه موراو پلار سترګوته ګورې چې کور ئې تا وران کړی زوی ئې تا وژلی بی سوادکړی او وطن ئې تا بربادکړی، که ته وائيې چې دا د اشغال پرضد جهاد ده د نړۍ دعلماوعکس العمل تاسې ولید!
 
د طالب هرغلط ګام د وطن پرخلاف یوه د ګلوښایسته ګېډۍ ده چې داعش او آی اِس آی پلاس ورکولکېږي، که طالبان ځان دولت کې مدغم کړي او یا یو منتخب دولت د ټولټاکنوله لارې رامنځته کړي او یا یوبل داسې میکانیزم رامنځته کړي چې ده دولت او دولتي سیستیم ستنې ونه پاشل شي بیا د طالبانو عملیات د داعش پرخلاف د افغان ملي اردوسره  د داعش او نورو تروریستی ډلو په مقابل کې به سترې لاسته راوړنې لري او بریالي بوي او هم د ټولو استخبارتی شبکو لاس وهنې د طالبانو د لمنځه وړلوپه خاطربې ګټې او خنثی شي، مګرد طالب عملیات د امریکا تر حمایت لاندې او د دولت ماتول د اردوله منځه وړل دابه وطنته ستر ناورین او د طالبانو اضمحلال رامنځته کړي ځکه د وطن دښمنان همدا ورځ ته دقېقې شماري۰
 
د صلحې موافقه او راتلونکی:
د څه مودې را پدې خوا د صلحې خبرې په دوحه کې د طالبانو او امریکائي استازي ډاکترخلیلزادسره روانې دي داسې معلومېږي چې یوې موافقې ته نږدې شوي دي چې د دې موافقې په اساس به امریکایان له افغانستانه په څومیاشتوکې وځي،  طالبان فکرکړي چې د میدان فاتحین دي دولت او ټولو ډلو ته به دفاتح په حیث وائي چې د طالبانو ترواک لاندې باید په حکومت کې برخه واخلي یا خوبه طالبان د دوی په وړاندې درېږي!
 
که طالب پدې فکر وي چې د طالبانوپه راتګ اردو ، پولیس او ملي امنیت به منحل کېږي او د طالبانو لښکربه د اردو اوپولیسو ځای ناستی شي بس هر رنګ ډول چې ډنګوي ولس به مجبوروي چې ورته ګډشي خودا یوخوب ده؛ ځکه! هغه شرایط چې ۱۹۹۴ز او ۱۹۹۶ز کالو کې ول نن نشته، خلک هم هغه خلک ندې د طالب حکومتولي او تېرې کړنې خلکوته معلومې دي ټول افغانستان له نړۍ سره وصل ده او اړیکې لري تکنالوژي وده کړې او خلک ورته لاس رسی لري نو هېڅ شی هم پټ نشي پاتې کېدی، هغه وخت یوخوا طالب وه او بله خوا د مجاهدینولنډمهاله ائتلاف، مګر نن هغسې نده، په وطن کې داعش، فاطمیون، قومي او مذهبې مسلح ډلې اوترشل زیاتې ترورستي ډلې شتون لري، دینی، ژبني او قومي اختلافات زیاد شوي، هغه وخت صرف د پاکستان لاس وهنه افغانستان کې زیاته وه مګر نن نورسیمه ئیزهیوادونه لکه روسیه، چین، ایران او هندوستان خپلې ګټې لري چې دا ټولو صلحې ته رسېدل په افغانستان کې پېچلې کړې ده۰
 
اوس که طالبان له امریکاسره یوې موافقې ته ورسېږي چې دهغه جزیات ګاوندیو ته ګنګ وی او شکونه رامنځ ته کړي، څرنګه چې د امریکا ګټې په سيمه کې د نړۍ وال حالاتو په نظرکې نیولو او دهغه اغیز زمونږ په سیمه کې حکم کوي چې، امریکا غواړي دا ګټې د طالب له وجوده په ګټه اخیستوسره څرنګه چې پورته هم اشاره وشوه داعش غښتلی کړي اویا داسې پټ نورمقصدونه ترلاسه کړي ترڅو په سیمه کې خپلو موخوته ورسېږي او د امریکا ګټې په سیمه کې خوندي شي، دا به افغانستان د یوبل ستر بشري ناورین اوجګړې سره مخ کړي چې د داعش او فاطمیونو په غښتلي کېدو او د طالب په  ورکېدو بدنامېدو او انقراض تمام شي۰
 
طالب باید وښیار اوسي د استخباراتي لوبو، نرمو او غوړو وعدو ښکارنشي، کله چې ډاکترغنی ولسمشرشو او امریکا کې د سنا مجلس ته ئې وینا کوله ۲۴ ځله د سنا ټول غړي ورته له خپل ځایه وچت شول او لاسونه ئې وپړه کول، کله چې کرزی امریکاته ولاړ بوش ورته ډرېوري کوله مګر نن چې د امریکا ګټې بل ځای کې دي طالب ئي مخته اچولی او غني ئې ګوښه کړ، امریکا پدې ۱۸ کالوکې ونه غوښتل چې په افغانستان کې یومضبوط مرکزي دولت رامنځ ته شي، همدا تېره ونۍ کله چې د بلخ ولایت امنیه قومندان جنرال عبدالرقیب مبارز معرفی کېده د عطانور اربکیانو مخه ئې ونیوله چې یوه نښته منځته راغله په کابل کې د امریکا سفیرښاغلي جان بس پرځای د دې چې د حکومت له سیاسته دفاع وکړي د اربکیانوئې دفاع وکړه او حکومت ئې وغانده، بله خوا د ملی امنیت مشاورښاغلي ډاکترحمدالله محب سره ئې اړیکې پرې کړې ترڅو له یوخوا خلکوووېروي چې د مذاکراتو په هکله خبر ونکړي اوله بله خوا په ډاکترغني فشارزیاد کړي، دا پدې معنی دي چې امریکا دلته خاصې موخې لري چې هغوته رسېدل غواړي، طالب باید پدې پوه شي چې هېڅکله هم نباید غره شي او داسې فکروکړي چې  سترلښکرلري او ټول قومندانان ئې ترامر لاندې دی د امریکا سره ئې هم موافقه امضاکړې، مګر استخباراتي لوبې او د آی اِس آی ستراثر په طالب قومندانانو کولی شي لوبه برعکس کړي او طالبان له خاورو سره خاورې کړي۰
 
اوس که طالبان په ريښتیا هم افغانان وي او په دې وطن ئې زړه خوږېږي د یوې تل پاتې پایدارې صلحې په خاطر او د کوم خطرات چې مې پورته ورته اشاره وکړه پکاردا ده چې له تعقل نه کار واخلي د ډاکتراشرف غنی په مشرۍ دولت سره مخامخ خبروته کښېني، او بهرنیانوته د وتلو یو مهال ویش وټاکۍ، امنیتی تړون لغوکړي دا به هم د طالب په ګټه وي اوهم د وطن په سعادت تمام شي، طالب هرګز باید دې ته خوشحاله نه شي چې په دوحه کې امریکا ته د وتلو مهال وېش ټاکلی ده دوحه یوه پروژه ده د ډېروخطرونه ډکه؛ دې ته هم باید فکر وکړي چې دا په کوم قیمت ورته تمامېږي!
                                                    پای