استخباراتي جګړه اود سولې خوبونه -   لمړۍ برخه

ترټولو معلومه خبردا ده چې د افغانستان جګړه ډېر پېچلي ابعاد لري چې د ګاوندیو او له اوقیانوسو هاخوا قدرتو د جاسوسي شبکوپلاس د خپله افغانانو په مټ پرمخ وړل کېږي، ترڅو چې دا مزدوران د دین، ژبې او قوم په نوم  شتون لري د دې ناروین پای څه آسانه نښکاري مګرداچې خِرد په شعور، قاطعیت په عمل او عدالت په وجدان حاکم شي توراو سپین سره جلاشي، په خواشنۍ چې آن چارواکو د مصلحتو بدل کې دلته دعدالت او انصاف کاسهٔ نسکوره کړې، اړینه خودا ده چې ملتونه جوړشي  نه قومونه، لسانونه جوړشي نه ژبني تزادونه  د دین او اعتقاداتو درناوی وشي نه مذهبي جنګوته لمن ووهل شي، خلک باید خِرد پسې لاړشي نه بې خِرده داړمارپسې ځکه داجګړه نه یواځې دګرموجبهو جګړه ده بلکې  فکري، استخباراتي او د ستراتېژیکو موخو د ترلاسه کولولپاره سترې لوبې دي خو دنورو د ګټوپه خاطرفقط  له افغان ولس قرباني اخلي چې په رسمي ډول په دولت کې دندې لري او په غیررسمي ډول عام وګړي دي، مګر دولت نشي کولای دخلکو حقوق خوندي کړي اوجګړه په جبهوکې مهارکړي داځکه چې د دې دولت بڼڅټ آن د حامد کرزي له لمړۍ ورځې په فساد او مصلحت بې بنیاده اوبې اساسه ايښودل شوې ده، د طالبانو له ماتې ورسته په ټول هیواد کې بشپړامنیت ټینګ شو دا هغه موقع وه چې د نظام دپاشل شوې شېرراځې د راټولولوپخاطر یو طلائي چانس په لاس ورغلې وه باید یو پوخ اساس اوپه تکنالوژۍ استواردولت بڼڅټ کېښودل شوی وای چې نسلونو نسلونو ترې خوند اخیستی وای، سره له دې چې په میلیاردو ډالرراغلل خو نه یوه مدرنه اداره رامنځ ته شوه او نه اداري سیستیم جوړ شو نه مدرنه تکنالوژي راغله او نه تخنیکي مسلکي کسان وروزل شول، بس چوراو تالان هره خواه حاکم شو، نغواړم بحث بلې خواته لاړشي فقط د بېګې په توګه هغه څه چې د یوې استخباراتي جګړې د مخنوي لپاره نن ورځ د تکنالوژۍ په عصرکې اړینه  برېښي چې یومسؤل دولت باید دخپلو وګړو دخوندي ساتلولپاره دهغوپه هکله بشپړ معلومات بایدپه لاس ولري هغه برېښنائي تذکره ده.
 
 اتباعو ته د بريښنائي تذکرو ویشل او تکنالوژي رامنځته کول د استخباراتي جګړې شڼډولو او  کارتوتیک کولو پخاطر اړینه ده، د دې ترڅنګ یوقوي ملي امنیت شتون هم لازمي ګڼل کېږي په خواشینۍ سره دغه اصل ته هېڅ ارزښت نه ورکول داسې ناورین را منځ ته کړ چې نن دولت له خپل نفوسه له وزګار او ناوزګاره، له زوړاو ځوانه ، له ښځې او نر له سواددار او بېسواده، له لنډغر او کوڅه ډبو له جاسوس او مشکو مظنون نه هېڅ نده خبر، دولت نه پوهېږي چې په فلان کلي کې څوکسه ځوانان ژوند کوي څوکسه انجونې او په څه بُخت دي، بهردي او یا په کلي، دولت نشي کولی دکرونالپاره اړو  خلکو شمېر معلوم او ورته په شفافه اوبې زحمته توګه مرستې ورسوي ځکه چې تذکره او اساس نشته خیالي لستونه دي خیالي کارتونه مستحق او نا مستحق توپیرګران دی هریو د حامد کرزي ورقه ئي تذکرې په جیب کې لري افغان پاکستانی اویا که ایرانی ده خدای پوه شي، که بريښنایی تذکرې  حامد کرزي له اوله ورځې په چټکۍ وېشلې وای نن به نه په مرستو رسولوکې ستونزې او درغلۍ وې نه به چا په طالب، داعش و لشکر طیبه او نورو جاسوسي سازمانون کې فعالیت کولی شوای، په زرهاو داعشیان په ننګرهارولایت کې چې دولت ته تسلیم شول نن چېرته دي؟ څه کوي؟ آیادولت خبرده؟ نه! کابل کې برېدونه څوک کوي؟ پته ئې نشته،  یوه کورنۍ راځي کابل کې کورپه کرایه اخلي مګرڅوک پرې خبر ندي بیا کله چې لس انتحاره سل ترور اوغلاوې ئې ترسره  کړې بیا تصادفي ډول د ملي امنیت لاس ته ولېږي؛ دا به نه واي، همدا راز نه به په ټول ټاکونو چاپه وهل کېده، که هره ستونزه وه هغه به له دولته پټ نشوه پاتې کېدلی، چامالیات نشوغصبولی چا د اکثریت و اقلیت دعوا نشوه کولی هرڅه به روښانه او بربڼډ ول؛ چې ندي، که څه هم نن ډاکترغنی د یوژمن ولسمشرپه حیث د تذکرو وېش رامنځته کړمګر دو- دونیم کاله تېر شول خوآن د دولت کارکونکي او مقامات بريښنایی تذکره نلري خبرله کابله نده وتلې که وتلې هم وي نو ډېره محدوده ده چې ممکن کلونه کلونه وخت ونیسي راتلونکي انتخابات به بیا د سټېکرسره ترسره کېږي همدا جاروجنجال اوببولالې به روان وي لکه نن، زه دهغوکسانونه حتی د حامدکرزي نه چې برېښناېي تذکره ئې د لنډغرو د خوشحاله ساتلولپاره نده اخیستې پښتنه کوم چې په تذکره کې د [افغان] او [مسلمان] کلمې شتون مهم وه او که د تروریزم مهارول دفساد لمنځه وړل شفافیت رامنځته کول کوم یواړین دي او ول؟ چې تاسو نه برېښنائي تذکره واخيسته او نورموهم منصرف کړل دا یوه ستره جفا وه د هیواد سره چې تاسو ترسره کړه!
 
نن پولیس د کابل ښارله امن کولو عاجزدي هره ورځ غلا ده چاقووهل دي او خلک وژل دي نه لچاسره وېره شته او د چا پروا لري  د حوزه د آمرینو په بدلول په امنیت راوستلوهېڅ اثر هم نشي اچولي ترڅو بنیاد جوړنشي، اړینه دا وه دغه استخباراتي جګړې سره چې فکرئې دلرې واټنو او له بهره القا کېږي دولت ستر امکانات برابر او پلاس کې ولري ترڅو په ښه توګه د طالبانو او نورتروریستی ډلو ګواښونوسره مقابله کولای وشي، چې تراوسه ئې نلري، هیواد ويښیار بادرایته مسلکي کارکونکواو سیاستوالوته اړتیالري چې ترلرې واټنوپورې لاس وغزوي فکرجوړکړي اسلام آباد وتهران خو ئې باید ترنګین لاندې وي، د جګړې هغه شتمن حامی ملکونه چې د امریکې اقتصادي غول تراغېزلاندې دي د بهرني سیاست د ستراتېژیکو اړیکو فکري برخه وګرځي چې څنګه کولی شي سیاستوال دغه کړۍ تراغېزلاندې راولي ترڅو مرستې په جنګي ډلومحدودې شي امریکا یو ورځ پاکستان د تروریستانوته جنت بولي بله ورځ ورسره په میلیاردوډالرو مرستي کوي همدا تېره اونۍ د امریکا د بهرنیوچارو وزارت راپورکې پاکستان تروریستانو ته جنت وبلل شو؛ مګردې خبرې د پاکستان په کړنوڅه عملي اثرواچو؟ هیڅ، همغه خرک او درک دی! لازمه ده افغان سیاستوال له امریکائي چارواکو دا وپښتي چې دا دومخی سیاست به ترکله روان وي د دولت موقف باید لوړشي اوطالبان باید طالب پلوه ملکو له نظره وغُرزول شي په داسې حال کې چې طالبان هرورځ خپل بهرني سیاسي اړیکې پراخوي دجون په یویشتمه ملابرادر د آغلې «دیبورا لیونز»، د یوناما دفتررئيسې سره په قطرکې وکتل د جون په ۳۰مه ئې د ایران دبهرنیوچارو وزارت خاص استازی محمدابراهیم طاهریان سره قطرکې کتلي او هم د امریکا د بهرنیوچار وزیرښاغلي مایک پمپیو سره دسکایپ له لارې دسولې او نورو مسایلو په هکله خبرې کړي یعنی د افغان دولت نه د طالبانو بهرنۍ ليدنې کتنی زیاتې شوي دي مګردولت خبرندی چې د کابل په ښاراو کوڅه و بازار کې څه تېرېږي بهرخولاپرخپل ځای پرېږده، سوله به څنګه تینګه شي چې چارواکي د ښارمنځ کوڅوکې امن اوامنیت نشو راوستی حوصله او ګذشت ښه ده مګر نه تردې حده  چې کوڅه ډبي قانون ترپښولاندې کړي او د واکدارانو په سر ورپورته شي دا یوه نه بښونکې غمیزه ده چې په ژوند، کاروبار، اقتصاد او صلحې خورا اثرلری شي.
 
طالبان ولې افغان دولت په رسمیت نه پېژني:
د امریکې او طالبانو له توافق وروسته کله چې دولتی قوتونه په خپل بارَکوکې مېشت پاتې شول دا یو ښه کار وه پدې ترتیب ډاکترغني د ولسمشراوعالی سرقومندان په حیث دا ثابته کړه چې جګړه نغواړي او صلحې ته رېښتنی نیت لري مګرطالبانو له دې عمله منفي برداشت وکړاو دائې د ملي اردو ناتواني وګڼله اوخپل برېدونه ئې پراخه کړل چې د خلکو د زیاتې مرګ ژبلې باعث شوه چې همدا باعث شو ډاکترغني د بالمثل عملیاتو امرصادر کړي، دا امر د افغانستان د خلکونه د دفاع په خاطر د دولت دنده جوړیده مګر دولت باید د سربازانو د مورال لوړولو او د طالب د مورال ماتولو لپاره ځنې اړین نور ګامونه اخیستي وای چې تراوسه ئې ندي اخیستي!
 
ترټولو لمړی دا چې امریکا د طالب سره په مستقیمه توګه خبرې کوي طالب ته په ملي او بین المللي ډګرکې اتوریته ورکوي د ټولوستراتېژیک تړوننونه خلاف افغان دولت پدې مذاکراتو کې  نه شاملوي دا یوه ستره ضربه وه د افغان دولت په اتورېتې باندې او کله چې د امریکا او طالب ترمڼځ توافقات لاسلیک کېږي امریکا ته پکار داوه چې نور دهر رازجنګي او تعرضي عملیاتونه لاس واخلي ټول ځمکني هوائي عملیات دولتی سرتېروته وسپاري او دملي ځواکونو دمورال لوړولو هڅې ترسره کړي مګر امریکې دا کار ځکه نکوي چې نغواړي د طالبانو مورال د خپل پټو توافقاتو پر بڼڅټ چې له طالبانو سره لري مات شي، امریکاغواړي داسې وښه ئي چې افغان دولت یو ضعیفه ، ناتوانه، بېچاره او زبون دولت ده که امریکا نوي دولت د دفاع توان او واک نلري، دا په داسې حال کې ده چې  طالبان روسته د توافقاتو له لاسلیکه د خپل سرتېرو د مورال د لوړولو لپاره مانورونه پیل کړل په نظامي جاموکې عسکري پرېټ یا رسم ګذشت ئې نندارې ته کيښود ترڅو وښي چې طالبان غښتلی پوځ لري او امریکایی جوړشوي پوځ (ملی اردو) ته اړتیانشته یااړتیا نه لري، سم دستي عملیاتونه ئې یو دبل پسې په ۳۲ ولایاتوکې ترسره کړل او ملی اردوته ئې سختې ضربې ورکړې دملی امنیت ویاند له قوله په یوه اونۍ کې شاوخوا ۳۰۰سرتېري مړه د ۵۰۰ نه زیات سرتېري زخمي او ۱۵۰ ملکي کسانو ته مرګ ژوبه واړوله دا مورال چا طالب ته ورکړ؟
 
بې شکه چې د امریکا اوطالب ترمنځ توافق لیک!
 د حیرانتیا خبره دا ده چې څنګه پنځه کسه طالب ملي اردو ته د پام وړ مرګ ژوبله اړوي آیا دا یوه استخباراتي سناریو خپل ترشا نلري چې د افغان پوځ په هکله طالب چارواکوته اړین معلومات په ګوتو ورکوي؟؟!! مګر ملي امنیت پدې هکله پټه خوله ده، نه پوهېږم څوک دې ناورین ته ځواب وائي! کله چې عامل روښانه نشي دا وژنې د ملي اردو مورال باندې خورا بد اغېز اچولی شي آن دا عامل د دې سبب کېدی شي چې طالبان ملي اردو ځانته جذب کړي او خپل په ګټه ئې وکاروي.
 
افغان سرتېري سره له دې چې د لوړمورال خاوندان او غښتلي دي مګر خپل توانمندي ئې تراوسه په مستقله توګه نده احساس کړې او یا روښانه ووایم چې ملي اردوته دغه زمینه نده مساعده شوې چې خپل قوت او توانمندي دخپل مټ په زور احساس او لمس کړي، ملی ځواک اوس هم ځان په عملیاتو کې ناتوانه ویني په داسې حال کې چې ټول جنګ هم په یواځي توګه سرته رسوي، ملی ځواکونه سره له دې چې هوائي برخه کې ستونځې لري مګر ډېرغښتلی پوځ ده،  ولسمشر څو واري د ملي ځواکونو د غښتلتیا په  هکله سرګندونې کړي مګر تش خبرې کافي ندي عملي میدان د جګړې سور ډګر بې د امریکا له هررازمرستو ملي سرتېروته پرېښودل دا د سربازانو د مورال په وچتولو او د مقابل جانب د مورال په ماتول ستراغېزلرلی شي، دولت ته په کار دا ده چې د امریکایی ځواکونو له مشرتابه سره په یوه ګډه اعلامیه کې دا سرګنده کړي چې نور بهرني  ځواکونه په هوائي او ځمکني عملیاتوکې په قطع صورت سره ونډه نه اخلي، او دا خبرهرسرتېري ته ورسېږي دولت بایدڅوستراو درانده عملیات په مستقله توګه دطالبانو په مرچلو ترسره کړي او رسنۍ دغه رشادت او سرخندې بېدریغه تبلیغ کړي دا کار د دې سبب کېږي چې ملي ځواکونه پدې پوه شي چې ستره وړتیا لري هرراز عملیاتونه بې له امریکایانو ترسره کولی شي اونور د امریکا هواېي او ځمکني مرستو ته اړتیا نلري په خپل مټ باوري شي د دولت تبلیغاتي ماشین باید زیات فعال شي ترڅو طالبان پوه شي چې له یو سترملي ځواک او غښتلي دولت سره مخ دي نشي کولی چې نظامي ډګر کې بریا ته ورسي باید خَبروته غاړه کېږدي اوجبراً افغان دولت په رسمیت وپېژني او له خپلو بلندپروازیو پرشاشي او پرخپل ځای یخ کېني.
پاتې ډېرژر